Connect with us

تازه خبرونه

اوس پایلې اعلان شوي او مشرانو جرګه نشي کولای چې په اړه يی څارنه وکړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-10-28-16h49m06s128

مشرانو جرګه وایي چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ورستیو اعلان شویو پایلو په اړه دوی څارنه نه شي کولای.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار وایی، چې په ټاکنو کې ستونزې وې؛ خو د ولسواکۍ په چوکاټ کې د هر ولایت لپاره استازي مشخص شوي. دی وایی، چې د قانون له مخې د دوی څارنه ګټه نه لري او باید قانون تر پوښتنې لاندې را نه شي.
د شنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې او په هغه مهال د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د ټاکنیزو کمیسیونو کړنې د قناعت وړ ونه بللې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې په درغلیو تورن کړ.
که څه هم چې د مشرانو جرګي لخوا یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د ولایتی شوراګانو پایلې وڅیړي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې دوی د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون د څېړنو په رڼا کې وروستۍ پایلې اعلان کړې؛ خو د مشرانو جرګې رییس وایي چې اوس پایلې اعلان شوي او مشرانو جرګه نشي کولای چې په اړه يی څارنه وکړي.
بلخوا د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په چارواکو نیوکې وکړې او له حکومت یې وغوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې سمون راولي، پرته له دې به راتلونکې ټاکنې هم له ستونزو سره مخا مخ شي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مسولينو په وينا شاخوا دوه نیم زره کسانو د وري د شپاړسمې ټاکنو ته ځانونه کاندید کړي وو، چې څلور سوه اته پنځوس یې د ولایتي شوراګانو د غړو په توګه وټاکل شول چې اووه نوې ښځې دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!