تازه خبرونه
امنيتي مسولين: د هېواد د دفاع له پاره څوک شخصي وسلې کاروی نه شي
دننګرهارامنیتي مسولین وايي سیاسي چارواکي یې په چارو کې غیر قانوني مداخلې کوي.دملي امنیت مرستیال وايي هېڅ شخصي وسله والې ډلې ته د شخصي وسلې د استعمال اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر ویلي، که حکومت د داعش د ځپلو له پاره لاس په کار نه شي له خپل شخصي ځواک سره به لومړۍ کرښې ته لاړ شي.
داعش په ننګرهار کې هغه نوی ګواښ دی، چې ناوړه کړنو یې خلک اندېښمن کړي خو امنیتي مسولین وايي په تېروڅو ورځو کې یې په بېلابېلو عملیاتو کې د داعش ملا ماته کړې. د ملي اردو چارواكي وايي د کوټ په۷ ورځنیوعملیاتو کې ۵۱ داعش وسله وال وژل شوي او۳۱ ټپيان دي.
په ننګرهار کې د ملي اردو د څلورمې پلې لیوا قومندان محمدسنګین وايي: «په افغانستان کې جګړه له بهرنيانو سره ده له هغه چا سره ده چې بهرنيانو تېرويستلي، افغانان خو بې ناموسه نه دي چې په خپل ناموس تعرض وکړي.»
ننګرهار د امنيې قوماندان وايي داعش د غچ اخيستلو په موخه د يكشنبېپه ورځ په اچین ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو برید وکړ خو د هوايي او ځمکینو بریدونو په پایله کې، ۹۵ داعشیان وژل شوي.
امنیتي مسولین وايي د هېواد ځینې سیاسي چارواکي هڅه کوي چې د داعش له پروژې شخصي ګټه پورته کړي او له همدې امله په امنیتي چارو کې غیر قانوني مداخلې کوي. دوی وايي هېڅ شخصي وسله والې ډلې ته د امنیت د خوندیتوب په نوم د شخصي وسلې د استعمال اجازه نه ورکوي او هغوی چې شخصي وسلې لرې ترې به ټولې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د يكشنبې په ورځ د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهرقدیر خبرداری وركړى چې که په نږدې ورځو کې داعش ونه ځپي له خپل شخصي ځواک سره به د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شي. خو امنیتي چارواکي وايي په کوټ کې داعش مات شوی او په پاتې ولسوالیو کې به هم ډېر ژرعملیات پيل شي.
خبريال: رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ