Connect with us

تازه خبرونه

امریکایي سناتورانو د افغان سولې بهیر د ښې څارنې لپاره لایحه چمتو کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا دوه سناتورانو د سولې بهیر د ښې څارنې لپاره یوه لایحه چمتو کړې ، چې له مخې یې باید دغه هېواد حداکثر په دوه میاشتو کې له طالبانو سره د جورجاړي په تړاو کانګریس ته راپور ورکړي.

د امریکا د مشرانو جرګې غړي باب منیندیز ویلي، چې پرته له شکه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د کمیدو وخت را رسیدلی دی. له دې سره همهاله، چې مونږ پوځي عملیات کموو؛ دا هم مهمه ده، چې  افغانستان په جګړو کې را ګیر نشي. دا دوه ګوندیزه لایحه د امریکا له موخو سره په مطابقت کې د جګړې د پای لپاره د یوې سیاسي حل لارې په برخه کې یو مناسب ګام دی.

دا سند د بشر حقونو وضعیت، د قانون حاکمیت، د رسنیو او مدني ټولنې آزادي په افغانستان کې د سولې په یوه هوکړه کې ارزوي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تائید کړې، چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او له القاعده شبکې سره یې اړیکې پرې کړې دي؛ اوربند او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته یې هم غاړه ايښې ده.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۳۰) ماښام مهال له خپل افغان سیال سره پر غږمزي خبرې کړي او د سولې خبرو اترو د پیل لپاره یې اوربند شرط ګڼلی او په دې بهیر کې یې د افغان حکومت ګډون هم غوښتی، چې بریا حاصله شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په دې اړه زیاته کړې، ولسمشر ترمپ له خپل افغان سیال سره په دې ۲۵ دقیقه یی خبرو کې له هغه غوښتي، چې د سولې خبرو اترو په اړه د لا زیاتو خبرو لپاره امریکا ته ورشي.

که څه هم ولسمشر غني ویلي، چې انس حقاني او دوه نور ملګري یې د دې په خاطر له زندان خوشې کړي، چې له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره شي.

د طالبانو د رژیم پر مهال په پاکستان کې سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، چې په دې برخه کې طالبانو هیڅ ژمنه نده کړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له بنده د ۱۰ سرتېرو خوشې کیدنه ستایلې  او د سیاسي همغږۍ لپاره یې دا یو نیک کار ګڼلی دی.   

د سولې په خبرو کې له بندون وروسته اوس لیدل کیږي، چې د بندیانو له تبادلې سره د سولې هڅې یو ځل بیا د امریکا لخوا ګړندۍ شوې دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!