تازه خبرونه
امریکایان له طالبانو او افغان حکومت سره همهاله دوه هوکړه لیکونه لاسلیکوي
د ملي وحدت حکومت ویاند تائیدوي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک سره په یوه وخت به واشنګتن له افغان حکومت سره هم یو نوی هوکړه لیک لاسلیک کړي.
په افغانستان کې د سولې هوکړې ته لاسرسی اوس تر بل هر وخت لنډ او نږدې ښکاري؛ هغه هوکړه، چې په څو ورځو کې به یې متن په ډاګه شي. امریکا یوازې له طالبانو سره هوکړه لیک نه لاسلیکوي، بلکې له افغان حکومت سره به هم یو نوی هوکړه لیک لاسلیک کوي.
د اجرائیه رییس ویاند مجیب رحمان رحیمي ویلي؛ له حکومت سره د امریکا په هوکړه لیک کې به ټینګار وشي، چې دولت د امریکا او طالبانو له هوکړه لیک خبردی او دا هوکړه لیک له افغان حکومت سره په همغږي کې لاسلیک شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې دوه هوکړه لیکونو تر لاسلیک وروسته به د افغانانو خپل منځي خبرې د سیاسي جورجاړي او اوربند لپاره پیل شي.
دې سره په یوه وخت طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، واشنګتن منلې، چې طالبان به له امریکا سره د اسلامي امارت تر نامه لاندې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.
له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک له متن څخه با خبره سرچینې او سیاسي مخکښ وحید مژده ویلي؛ له افغانستان څخه د ټولو ( جنګی، استخباراتي، قراردادي او سلاکارانو) بهرنیو ځواکونو وتل، له افغان دولت سره د امریکا د ټولو تړونونو لغوه کیدل، د ۳۵ زره طالب بندیانو خلاصون او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ټولو اډو له منځه تلل د دې هوکړه لیک مهمې برخې دي.
د سیاسي مخکښانو په اند ؛ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه به په همدې میاشت کې لاسلیک شي. واشنګتن هم منلې، چې طالبان به د اسلامي امارت تر نامه لاندې د دې هوکړه لیک په پای کې لاسلیک وکړي.
د سیاسي مخکښ نظر محمد مطمئن د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال هوکړه لیک ځکه ځنډول شوی، چې روسیه او چین ته ورته هېوادونه د دوی په حضور کې د هوکړې لاسلیک کیدو ته چمتووالی وښیي.
افغان حکومت او طالبانو ته نږدې سرچینې دواړه مني، چې د افغانانو تر منځ خبرې به د امریکا او طالبانو او د حکومت او امریکا تر منځ د هوکړه لیکونو تر لاسلیک وروسته پیل شي.
د حکومت په خبره؛ دا هغه خبرې دي، چې پر سیاسي جورجاړي او اوربند به راوچورلیږي، خو طالبانو ته نږدې سرچینو بیا ویلي، په لومړي سر کې به د راتلوونکي سیاسي نظام ډول او د اساسي قانون د تسوید د کمیسیون جوړیدل او وروسته له هغې اوربند د خبرو چورلیز ټکي ګڼل کیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ