تازه خبرونه
امریکا په روان کال کې د سولې د خوندي کولو په هڅه کې ده- جاتان کوهن
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیر ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په تړاو د وروستي جوجاړي هڅه نکوي، بلکې غواړي افغانستان نور نړۍ ته ګواښ نه وي.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د نړۍ یو شمېر استازیو د افغانستان د سیاسي او امنیتي حالاتو په اړه ناسته جوړه کړه.
امریکا په دې ناسته کې ژمنه وکړه، چې ټول ځواک به کاروي او افغانستان به له سولې برخمن کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی جاتان کوهن څرګنده کړې؛ د امریکا متحده ایالتونه خپل ټول نفوذ ته په کتو له سیاسي ګوندونو او افغان دولت سره ژمنه کوي، چې ۲۰۱۹ کال به افغانستان ته د سولې کال جوړوي. متحده ایالتونه د خپلو ځواکونو ایستل نه غواړي، بلکې غواړي ډاډمن شي، چې افغانستان بیا نورو هېوادونو ته ګواښ نشي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر هم ویلي، چې هېواد یې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وزلي نبینزیا وایي، چې مونږ په رښتیا لیواله یو، چې په افغانستان کې ملي پخلاینه هر څه ژر پیاوړې کړو. مونږ د افغانستان د سولې بهیر د چټکټیا لپاره خپله مرسته هم اعلاموو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ځینو نورو هېوادونو هم د (بین الافغاني) خبرو په تر سره کیدو ټینګار کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازی کرستوف هیوسجن وایي: لکه، چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وویل؛ اړتیا ده، چې طالبان له افغان دولت سره خبرې وکړي، افغانان غواړي، چې په خپلو کې سوله وکړي او باید دا خبرې هر اړخیزې، پراخ بنسټه او د افغانانو په مشرۍ وي.
په ملګرو ملتونو کې د اندونیزیا سفیر دیان تریان دیاني وایي؛ اندونیزیا په دې حساسو شرایطو کې د افغان دولت او خلکو په خوا کې ده، چې دا هېواد دایمي سولې او ټیکاو ته ورسیږي او په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو په بشپړ ډول ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار په خپل یو تویت کې لیکلي؛ پاکستان ډاډ ورکړی، چې د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې به جدي ګام پورته کړي.
خبریال: روهید اندیشمند
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ