تازه خبرونه
امریکا غواړي د افغانستان ستراتیژي په بیړه پای ته ورسوي- خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی وایي؛ د امریکا متحده ایالتونه له طالبانو سره سولې او د افغانستان د شخړې پای ته رسولو لپاره بیړه لري.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا یوې خبري سرچینې ته په خبرو کې ویلي؛ متحد ایالتونه له طالبانو سره د سولې او څلور لسیزو جګړو پای ته رسولو لپاره بیړه لري او ښه به وي، چې لومړی له طالبانو سره سوله وشي او بیا په ټاکنو کې د دوی د ګډون لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.
هغه زیاتوي؛ له هوکړې وروسته به ممکن طالبان د ټاکنو یا هرې بلې هوکړې غوښتنه وکړي، چې افغانان یې غواړي او دوی په کې ګډون کوي.
د دې لپاره، چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسیږي؛ نو زلمی خلیلزاد د طالبانو دې غوښتنې ته، چې له افغانستان څخه دې بهرني ځواکونه ووځي وايي: که له افغانستان څخه د امریکا خلاف ګواښونه پای ته ورسيږي؛ اړتیا به نه وي، چې په دې سیمه کې بهرني ځواکونه شتون ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې، چې که د افغانستان له قلمروه پر مونږ تېری ونشي او که زمونږ قناعت حاصل شي، چې مونږ وکړای شو ګواښونه په لږ ځواک کابو کړو او په پای کې غواړو، چې افغانستان پر ځان تړلی وي او هیڅ بهرنی ځواک په کې شتون ونلري.
له طالبانو سره د مرکچي پلاوي ځینې غړي د دیني عالمانو په ګډه ناسته کې، چې د حرکت انقلاب اسلامي په مشرۍ جوړه شوې وه؛ د افغانستان د سولې لپاره یې د خلیلزاد هڅې ګونګې وګڼلې او وايي، باید له طالبانو سره د امریکا د سولې په هڅو کې وضاحت رامنځته شي.
له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړی عبدالحکیم منیب څرګنده کړې؛ د سولې خبرې باید طالبانو ته د حکومت سپارلو یا حکومت ته د دې ډلې د تسلیمیدو په معنا نه وي، بلکې خبرې باید داسې وي، چې د افغانستان ټول سیاسي لوري پر یوې تلپاتې سولې سلا شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني تېره ورځ په ژنیو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د سلام رحیمي په مشرې یوه دولس کسیزه ډله معرفي کړې، چې په کې د پوهنې وزارت سرپرست محمد میرویس بلخي، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرسته حسینه ساپۍ، د لوړوزدکړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالا کرزی، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله داکتر عالمه، د علماوو شورا غړی عطاالله لودین، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطایي، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رییس توریالی غیاثي او د حج او اوقاف وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب ونډه لري.
دغه راز یې له بېلابېلو هېوادنیو بهیرونو څخه لاندې ۹ کمیتې د سولې د مشورتي بورد په نوم هم رامنځته کړې، چې د سولې په اړه خبرې به دغه بورد ته وړاندې کیږي:
- د سیاسي مشرانو کمیته
- د سیاسي ګوندونو کمیته
- د ځوانانو چارو کمیته
- د ښځو چارو کمیته
- د علماوو کمیته
- د ولایتي مشرانو کمیته
- د مدني او فرهنګي ټولنې کمیته
- د خصوصي سکتور کمیته
- د کډوالو او کوچیانو کمیته
طالبانو د دولت دغه مذاکراتي تيم رد کړی او ويلي يې دي، چې له امريکا سره مخامخ خبري کول غواړي نه له بې واکه خلکو سره.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ