تازه خبرونه
امریکا پر افغان ځواکونو څه باندې ۷۶ میلیارد دالر لګولي
د امریکا د دولت د محاسبې دفتر په تازه رپوت کې ویل شوي، چې د امریکا دفاع وزارت په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغان ځواکونو پر وسلو او تجهیزاتو څه باندې شپږ اویا میلیارد دالر لګولي دي.
د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو رپوټ ورکړی، د افغانستان ثبات او امنیت اوس هم د طالبانو، جنایت کارو شبکو، د داعش په ګډون د ترهګرو سازمانونو لخوا له ګواښ سره مخ دی.
د امریکا د دولت د محاسبې دفتر په رپوت کې، چې د امریکا د استازیو جرګې د پوځي خدمتونو کمیتې ته لیږل شوی، سلګونه زره وسلې او تجهیزات یې نوملړ کړي، چې په تېرو شپاړس کلونو کې د افغان ځواکونو او پولیسو په واک کې ورکړشوي دي.
د امریکا د محاسبې دفتر په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو ته د ورکړشویو وسلو او تجهیزاتو په نوملړ کې ۹۸ الوتکې، ۱۱۰ چورلکې ، ۶۰۰ زره وسلې، ۱۶۳ زره مخابرې، ۷۶ زره نقلیه وسایط، ۳۰ زره د چاودیدونکو توکو د شنډولو تجهیزات لکه د بمونو د شنډولو رباتونه، 10 زره استخباراتي ، نظارتي او د پیژندنې وسایل لکه د بې پیلوته الوتکې راغلي دي.
دغه راز څه باندې درې سوه زره غیر رهبري شوي راکتونه، اته زره اووه سوه بمونه او د چورلکو څه باندې یو میلیون او اته سوه زره ګولۍ، چې د پنتاګون لخوا ورکړشوي دي.
دغه رپوت په داسې مهال کې خپریږي، چې په واشنګتن کې د افغانستان په تړاو د نوې تګلارې په اړه خبرې اترې دوام لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناوئرت وایي، د افغانستان په تړاو د امریکا د پالیسي څېړنه، چې زیات خلک یې په فکر کې دي، روانه ده. د ولسمشر د ملي امنیت له ډلې او بهرنیو چارو وزیر سره ډېر بحثونه شوي دي. مونږ افغانستان ته د حل لارې موندلو تر څنګ پر هر اړخیزې پالیسۍ کار کوو، چې هند او پاکستان هم را نغاړي او دغه راز د یوې سیمه ییزې حل لارې په لټه کې یو.
د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو کمیتې، چې د امریکا پر نوې ادارې یې د افغانستان په تړاو د تګلارې د نه اعلام په وجه تل نیوکې کړي، خپله تګلاره اعلام کړه، چې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو وړاندیز کوي. دغه راز پر ترهګرو په بریدونو کې امریکایی ځواکونو ته ډېر واک ورکوي او پر پاکستان د فشار وړاندیز کوي، چې ترهګرو، حقاني شبکې او طالبانو ته د پناه ځایونو له ورکولو لاس واخلي.
خبریال: فهیم نوري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ