Connect with us

تازه خبرونه

القاعده شبکې په افغانستان کې د همغږۍ هڅې پیل کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-10-28-15h43m29s212

امریکا څو کاله مخکې اعلان وکړ، چې دغه شبکه یې په بشپړ ډول له منځه وړې؛ خو په افغانستان کې داسې ښکاري، چې دغه ډله بیا نوې ساه اخلي او دا ځل په یو څه توپیر سره څرګنده جنګي جبهه نه لري او د پاکستان تر اغېز لاندې ډلو په همغږۍ کې د افغانستان ضد بریدونو پلانونه جوړوي.

په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته داسې وانګېرل شوه، چې د دې شبکې ملا ماته شوې؛ خو داسې ښکاري، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف دغې موخې ته لا نه دی رسیدلی، ځکه القاعده اوس هم په پټه په افغانستان کې فعالیت لري او د ملي دفاع وزارت هم نه پوهیږي، چې دغه شبکه چیرې فعالیت او یا اډه لري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، چې د دغې شبکې د اډې په اړه هیڅ راز اطلاعات نشته؛ دغه ډله له طالبانو، داعش، لشکر جنګوي، لشکر طیبه او نورو ډلو سره په همغږي کې د فعالیتونو د پراختیا په لټه کې ده.

سیاسي شنونکیاحمد سعیدي وایي، د تروریزم ملاتړي هېوادونه پوهیږي، چې د طالبانو د کارولو وخت تېر شوی؛ نو ځکه د افغانستان په وړاندې د القاعده او داعش د کارولو هڅې کوي.           

په افغانستان کې له لس ډېرې ترهګرې ډلې او بېلابېل استخباراتي سازمانونه فعالیت لري له همدې کبله  حکومتي مسوولین د نن او سبا پر امنیتي وضعیت ډاډمن نه ښکاري.

د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق وایي، حالات ډېر ښه نه دي او جګړه ډېرو سیمو ته پراخه شوې، چې یا د حکومت نیمګړتیا ده او یا هم بهرنی فشار  او د دښمنانو ډېریدل؛ خو په هر حال امنیتي حالات ښه نه دي.       

د پنجشنبې په ورځ پنتاګون ویلي، چې د القاعده یو مشر فاروق قحطاني او مرستیال یې بلال عتیبي په کونړ ولایت کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کې ووژل شول.

ځینې حکومتي مسوولین اټکل کوي، چې راتلونکی جنګي فصل به لا ډېر خونړی وي؛ خو امنیتي ځواکونه وایي، چې د هر بغاوت د ځپلو توان لري.

Advertisement

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۵, ۱۴۰۳)

ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان او پېنځه نورو هېوادونو د رايې ورکولو حق لنډمهالی ځنډولی دی.

دې ټولنې په اوبپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان دې ټولنې ته د کلني غړیتوب حق‌العضویت له پامه غورځولی دی.

دا خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم تائید کړی دی.

دې ټولنې دا هم ویلي، چې د دې ټولنې د منشور د ۱۹ مادې له مخې: هر هغه غړي هېواد، چې د دوه کلونو یا له دې د ډېر وخت لپاره د غړیتوب حق‌العضویت سپارلی نه‌وي؛ د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې کیږي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره د غړیتوب حق‌العویت ندی ورکړې له همدې کبله د دې ټولنې پوروړی دی.

د ملګرو ملتونو د غړیتوب کلنی حق العضویت دوه میلیون ډالره دی.

د راپورونو له مخې؛ له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب کلنی حق‌العضویت د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرې کاوه.

د ملګرو ملتونو په اوبپاڼه کې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ افغانستان، اکواډور، کومورس، وینزویلا، سومالیا او ساو تومه هغه هېوادونه دي، چې له دوه کلونو پر تېرېدو یې هم د غړیتوب حق‌العضویت ندی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ټولنې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د افغانستان د لنډمهالي حکومت یا اسلامي امارت د نومول شوي استازي سهیل شاهین له منلو ډډه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان سیلاب ځپلیو ته مو د مرستو چمتووالی نیولی – ټوماس ویسټ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ د افغانستان په بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستيو سيلابونو پر اوښتو زيانونو خپله خواشيني څرګنده  کړې ده.

ټوماس ویسټ د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه ) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا متحدین په افغانستان کې د سېلاب ځپلیو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې رسوي.

دغه راز د افغانستان لپاره په قطر کې د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر هم ویلي: امریکا سیلاب ځپلیو ته د بېړنیو مرستو د جلبولو، د خپلو همکارانو له لارې د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو د برابرولو لپاره له نورو سره یوځای کیږي.

د هېواد په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا په بغلان کې د مرګوني سېلابونو راوتو ځايي اوسېدونکیو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د وروستیو څرګندونو له مخې؛ د بغلان په دوه ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د بغلان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) د دغه ولايت د مرکز په ګډون له سېلاب ځپلیو سيمو ليدنه وکړه.

ملا برادر  د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د دې ولایت په مرکز کې له مسوولینو او کاري کمیټو له استازو سره په ناسته کې لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: په هغو ولسوالیو کې، چې مونږ له نږدې ولیدلې اوښتي زیانونه ډېر دي؛ نو له همدې کبله اړینه ده، چې دغه بنسټونه د بې ځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي توکو، درملو او سرپناه په برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او سیلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر نور هم چټک کړي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لویديځ ولايتونه د ويجاړونکيو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په تخار کې هم له ۲۰ ډېرو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د مالي زیانونو پوره کچه په ډاګه شوې نده؛ خو ویل کېږي، چې د سیلابونو له کبله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو ته پوره زیانونه رسېدلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!