تازه خبرونه
افغانستان په اداري فساد کې څلورم ککړهېواد شو
د روڼتیا نړیواله اداره وایي، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تېر کال په کې ډېر فساد شوی دی.
دغې ادارې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د اداري فساد په برخه کې د ۱۷۷ هېواد یاد کړی، چې ورپسې سوریه، سوډان او سومالیا له افغانستان څخه وروسته د نړۍ فاسد هېوادونه یاد شوي دي.
د روڼتیا نړیوالې ادارې په خپل کلني راپور کې په ډاګه کړې، چې افغانستان د نړۍ د اداري فساد په برخه کې د ډېرو ککړو هېوادونو په لومړي سر کې دی؛ خو تېر کال له فساد سره د مبارزې په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی؛ بلکې فساد په کې اوج ته رسیدلی دی.
د روڼیتا نړیوالې ادارې په سږني راپور کې پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونه هم په اداري فساد کې ښکېل یاد شوي دي.
له اداري فساد څخه د پاکو هېوادونو په لومړي سر کې دا ځل نیوزیلند راغلی، ورپسې دنمارک، فنلند او ناروې یاد شوي، چې په کې لږ اداري فساد شوی.
د افغانستان د روڼتیا څار اداره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د میک اداره، د قانون د حاکمیت لویه شورا او ګڼې نورې ادارې هم په خپلو چارو کې پاتې بولي.
د روڼتیا څار ادارې اجرائیوي سید اکرام افضلي وایي، تر اوسه مو له عدلي او قضايي مرکزه دا غږ نه دی اورېدلی؛ ځکه، چې خپلواک نه دی. هر څوک، چې غږ پورته کړي سبا به په خپله دنده کې نه وي. د لوی څارنوال په ګډون، هغه ډول خپلواکي، چې باید ورکړ شوې وای؛ د ملي وحدت حکومت له خوا نه ده ورکړ شوې. ټول باید د ولسمشر او اجرائیه رییس په خوښه کار وکړي، کنه لوی څارنوال به هم ونشي کړای خپلې دندې ته دوام ورکړي.
نوموړی زیاتوي، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او د لوړپوړیو فاسدو چارواکو د محاکمې په برخه کې هم لویه څارنوالي او ستره محکمه په خپلواکه توګه کار نه کوي او د حکومت تر اغېز لاندې دي.
یاده اداره ناامني او د پارلمان غړي د فساد د زیاتوالي بل عامل بولي.
د روڼتیا څار ادارې د اړیکو مسوول ناصر تېموري وایي؛ د افغانستان پارلمان د دې پر ځای، چې د اداري فساد پر وړاندې اغېزناک رول ولوبوي متاسفانه هغوی خپله په ګڼو څانګو کې د فساد عامل شوي دي.
د روڼتیا څار ادارې د مدیره پلاوي غړی غلام حبیب وردګ څرګنده کړې، چې فساد او امنیت سره تړلي دي. امنیت نشته، چې فساد شته، فساد موجود دی، چې امنیت نشته. د فساد د شتوالي له کبله پانګونه له افغانستان څخه وتلې ده.
حکومت بیا وايي، چې دا راپور غیر عادلانه دی او د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې حکومت زیاتې هلې ځلې کړي دي.
د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي په ډاګه کړې؛ د روڼتیا څار اداره وړاندیز کوي، چې د اداري فساد د مخنیوي لپاره باید حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مخنيوي کمیسیون رامنځته کړي او د درې ګوني ځواک د کاري ساحو تفکیک دې وکړي.
تېر کال افغانستان د اداري فساد په برخه کې ۱۶۹م ځای درلود او دنمارک د اداري فساد په برخه کې پاک هېواد بلل شوی و؛ خو سږ کال افغانستان ۷ درجې مخکې شوی او څلورم مقام یې ګټلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د روڼیتا نړیوال سازمان مرکز د جرمني په برلین کې دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ