تازه خبرونه
افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ نه دی-عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس څرګنده کړې، چې افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ نه دی او له ګاونډیانو هم ورته تمه لري.
د کابل پر هوایي ډګر د چهارشنبې ورځې بریدونه د دې سبب شول، چې د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سفر هند ته یوه ورځ وځنډیږي؛ خو د پنجشنې په ورځ(د تلې ۶) د افغان– هند سوداګرو او پانګوالو په ناسته کې د ګډون په موخه ډیلي ته سفر وکړ او په یاده غونډه کې یې برخه واخیسته.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دې ناستې ته، چې ۲۰۰ افغان سوداګرو هم په کې ګډون درلود له ترهګرو څخه د ملاتړ له عواقبو خبرداری ورکړ او وایي، چې ترهګر هیڅ هېواد ته د خدمت ژمنه نه لري.
هغه یادې ناستې ته په ډاګه کړه، چې له ټولو ګواښونو سره سره افغانستان نه ودرېدونکی دی.
ښاغلی عبدالله د افغانستان د ځینو ګاونډ هېوادونو دا هڅه، چې غواړي د ترهګرۍ د ملاتړ له لارې خپلو موخو ته ورسیږي، بې پایلې بولي.
هغه د ترهګریزو فعالیتونو په اړه داسې پیغام لري: پرونۍ ترهګریزه حمله ښیي، چې اوس هم مونږ له ګڼو ننګونو سره مخ یو. دغه بریدونه کولی شي مونږ د یوې مودې لپاره معطل کړي؛ خو نه شي کولی زمونږ اراده کمزورې او یا هم د سولې او ثبات پر لوري د افغانانو حرکت ودروي.
دی د دیلي او کابل د اړیکو په تړاو د اسلام آباد اندېښنه هم بې ځایه بولي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس دغه راز له پاکستان وغوښتل، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه بند کړي او د ترهګرۍ په خلاف مبارزه کې د افغانستان ملګری شي.
واشنګټن که څه هم د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري؛ خو له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزه ټینګار کوي او له افغانستان سره د اوږدمهاله ملاتړ ډاډ ورکوي.
په کابل کې د امریکا سفارت شازدافیرهوگو لارنس ویلي؛ امریکا له افغانستان سره د مرستې خپله تګلاره اعلام کړه، چې دا هېواد خوندي شي. په دې تګلاره کې یادونه شوې؛ افغانستان خپلو دوستانو او ګاونډیو ته اړتیا لري، چې له ترهګرۍ سره مبارزه تعقیب او اقتصادي همکاري خپله کړي. هند په سیمه کې کلیدي رول لري. نن امریکا ویاړي، چې د افغان او هندي همکارانو تر څنګ یې د سوداګرۍ او پانګونې په دې نندارتون کې پانګونه کړې ده.
داکتر عبدالله په دې سفر کې د هند له ولسمشر، لومړۍ وزیرې او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د ملي امنیت له سلاکار سره هم د افغانستان پر حالاتو او په سیمه کې د تروریزم پر ګواښونو خبرې کوي.
خبریال: فواد ناصري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ