تازه خبرونه
افغان روبات جوړونکیو نجونو د زړورتیا مډال تر لاسه کړی
د افغان روبات جوړونکیو نجونو د لومړي ځل لپاره د تکنالوژۍ په ډګر کې نوې پاڼه پرانیسته او د لومړي ځل لپاره یې د روبات په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ او د زوړتیا مډال یې د ۱۶۳ هېوادونو له سیالیو تر لاسه او هېواد ته راستنې شوې.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له دغو نجونو سره د لیدنې پر مهال د دغو نجونو حضور د امریکا په اړوند سیالیو کې افغانستان ته لویه او تاریخي لاسته راوړنه وبلله او وایي، چې په افغانانو کې ډېر استعدادونه اوس هم ویده پاتې دي.
نوموړي د هغو ګډ کار وستایه او په ډاګه یې کړه، چې مونږ په افغانستان کې ګډ کار تجربه کړی نه دی؛ خو ژمنه کوو، چې تاسې ته به د تکنالوژۍ په ډګر کې د زدکړو د زمینې د برابرولو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړو.
روبات جوړونکې افغان نجونې، چې له څوارلس څخه تر ۱۷ کلونو عمرونه لري؛ فاطمه قادریان نومې غړې یې وایي: د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې مو د روباتیک بکسې ته درې نیمې میاشتې اجازه ورنکړشوه، چې بهر ته ولیږدول شي. په داسې حال کې، چې د نورو هېوادونو ډلې څلور میاشتې د روبات جوړولو فرصت درلود؛ خو مونږ په دوه اوونیو کې د واشنګتن د فرست ګلوبل نړیوالو سیالیو ته روبات چمتو کړ.
نوموړې زیاتوي؛ حکومت دې زمونږ امنیت او ترانسپورتي ستونزې حل او بهرنیو سفرونو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.
د روبات جوړونکې ډلې غړی علي رضا مهربان وایي؛ هیچا فکر نه کاوه، چې افغان روبات جوړوونکي به واشنګتن ته راشي او په سیالیو کې به برخه واخلي.
تېره اوونۍ د ۱۶۳ هېوادونو تر منځ د امریکا په پلازمېنه واشنګتن کې د روبات سیالۍ تر سره شوې. د دې سیالیو موضوع د اوبو له کړکیچ سره مقابله وه او دغو روباتونو آبي رنګه توپونه له پېژندلو وروسته ځانګړي ځای ته لیږدول؛ خو په دې سیالیو کې د افغان روبات جوړوونکیو نجونو ګډون دومره آسانه کار نه وو، ځکه دوه ځله یې په کابل کې د امریکا سفارت د ویزې غوښتنه رد کړه. وروسته له دې، چې د امریکا ولسمشر ته دغه موضوع وررسیږي خپله شخصاً دخالت کوي او دې نجونو ته امریکا د سفر زمینه برابروي.
د یادونې وړ ده، چې دغه کاري ډله له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي او که داسې ونه شي، د روبات نړیوالو سیالیو کې به یې په راتلونکې کې ګډون ناشونی وي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ