Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې هره ورځ ۵۰ کسان له لاسه ورکوي- داکتر محب

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۸) له غرمې مخکې د روسیې د اوفا ښار په کوربتوب د اوفا په لسمه امنیتي ناسته کې گأون وکئ او د وینا پر مهال یي ویلي، چې په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه پنځوس کسان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي!

د ملي امنیت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار داکتر حمد الله محب دا هم ویلي، چې افغانستان له تروریزم سره په مبارزه کې د لومړي سنګر حیثیت خپل کړی او په وړاندې، یې مبارزه باید زمونږ د کارونو په لومړیتوب کې وي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي: داکتر محب دغه راز څرګنده کړی، چې ترهګر او د نشه یي توکو قاچاقبران د یوې سیکې دوه مخه دي. تاریاک د ترهګرو د عوایدو اصلي سرچینه ده، چې هر کال ورته میلیاردونه دالر پیدا کوي او له دې پدیېدې سره د مبارزې لپاره عمل، همغږي او یووالي ته اړتیا ده.

هغه دا هم ویلي، چې له مالي جرایمو سره مبارزه زمونږ د هېوادونو د ملي امنیت لپاره خورا کلیدي ارزښت لري. د تورو پیسو د سپینولو، د حوالو له غیر راجسترشويو سیستمونو څخه د پیسو تر لاسه کیدو او له نظارت پرته د خیرات په نوم په سیمه کې د ترهګرو لپاره د مالي سپما ټولولو پر ضد کلکه مبارزه اړینه  ده.
ملي امنیت سلاکار دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې د پام وړ یو بل ټکی سرحدي همکاري ده. زمونږ په سیمه کې هره ورځ زرګونه کسان په ناقانونه توګه له پولو اوړي او رااوړي، چې له تروریستانو سره یو ځای، روزنه تر لاسه او زمونږ خلک یې موخه ده. له دې ترکیبي ګواښونو سره د مقابلې لپاره په همهاله توګه د معالوماتو شریکول، سرحدي ځواکونه پر لازمه تکنالوژۍ سمبالول او زمونږ د سیمې د سرحدونو د نظم لپاره ګډې همکارۍ ژوند بښونکې دي.

نوموړي دا هم ویلي؛ سایبري جرمونه د دې جګړې بل مهم عنصر دی، چې زمونږ هېوادونو ته خطر پېښوي. افغانستان چمتو دی، چې په دې برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ او سیمه ییز شراکتونه ولري او د هغو مخربو کړیو مخنیوی وکړي، چې له انترنت څخه ناسمه ګټه اخلي او زمونږ په ټولنو کې وېره خپروي‌ او زمونږ د پرمختګ مخه نیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې سیمه اونړۍ یو ځل بیا له امنیتي او سیاسي ګواښونو سره مخ شوې ده.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!