سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر يو ځل بيا له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې د بې گناه خلكو له وژلو لاس واخلي
افغان ولسمشر وايي، چې افغان دولت د سولې له هر ډول هلو ځلو څخه ملاتړ كوي او افغان طالبان بايد د هغو وسله والو طالبانو مخنيوى وكړي، چې په افغانستان كې ورانكارۍ په موخه بهرني هېوادونو ملاتړ كوي.
افغان ولسمشر حامد كرزى، چې له خپل آلماني سيال يواخېم گوک سره په كابل كې د يوې گډې خبرې غونډې پر مهال خبرې كولې وويل:
افغانستان د سولې غږ پورته كړى او سره لدې، چې د هېواد گڼ شمېر ملي شخصيتونه وژل شوي، ښوونځي او گڼ شمېر نور تاسيسات له مېنځه ولاړل، خو بيا هم سولې ته ژمن دى.
ولسمشر زېاته كړه افغانستان د سولې لپاره د نړېوالې او افغان شخصيتونو له هر ريښتني اقدام څخه ملاتړ كوي.
د نوموړې په وېنا د سولې لپاره هر اقدام، چې بله موخه ونه لري د ده له ملاتړه برخمن دى او كه ثابته او يا شك را ولاړ شي، چې دا راز گامونه نورې موخې لري افغان دولت به خپله پرېكړه وكړي دا په داسې حال ده، چې ټاكل شوې روانه اوونۍ په فرانسه كې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو د استازو، د سولۍ د عالي شورا د غړو او د افغانستان د سياسي گوندونو د استازو په شتون كې يوه غونډه جوړه شي.
ولسمشر كرزي همدارنگه زېاته كړه، چې د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه، چې د سولې د خبرو تر څنگ كېږي د افغانانو په ذهنونو كې به د خاطر په توگه پاته شي.
ولسمشر وويل، د مسئوليتونو د لېږد بهير د افغانستان لپاره ستونزمنه نده ځكه نړېواله ټولنه او آلمان له ۲۰۱۴ كال څخه تر ۲۰۲۴ كال پورې د مرستو ژمنې كړې دي.
هغه له افغانستان سره د آلمان له مرستو مننه وكړه او زېاته يې كړه، چې آلمان په تېرو لسو كلونو كې د افغانانو ښه همكار وو.
د آلمان ولسمشر يواخېم گوك وويل:
آلمان ژمن دى، چې ۲۰۱۴ كال وروسته په ملكي برخو كې او د افغان ځواكونو د ملاتړ او روزنې لپاره خپلو مرستو ته دوام وركړي او افغانان بايد پوه شي، چې آلمان افغانستان يوازې نه پرېږدې.
د آلمان ولسمشر هيله وښوده، چې د افغانستان د پرمختگ لپاره گامونه اوچت شي.
د آلمان ولسمشر د يو لوړ پوړي آلماني پلاوي په مشرۍ د دواړو هېوادونو د اړيكو د لا ټينگښت لپاره د سې شنبې په ورځ ( د ليندى ۲۸ ) سهار كابل ته راغى.
آلمان په افغانستان كې د آيساف په چوكاټ كې څلور زره درې سوه سرتېري لري، چې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو كې مېشت دي.
آلمان په افغانستان كې د خپلو لس كلونو ماموريت پر مهال خپل درې پنځوس سرتېري له لاسه وركړي دي.
سیمه ییز خبرونه
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.
ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.
دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.
په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.
اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسلهوالې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.
ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.
ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.
سیمه ییز خبرونه
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې اسرائیلو په وروستیو اوونیو کې غزې ته د مرستو رسولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي؛ خو د پام وړ کار پاتې دی، ځکه په دې سیمه کې د قحطۍ خطر ډېر دی.
د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډېوېډ سټېټرفیلډ خبریالانو ته ویلي، اسرائیلو په دې وروستیو دوه نیمو اوونیو کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.
ډېوېډ سټېټرفیلډ څرګنده کړې: اوس هم د پام وړ کار پاتې دی، چې باید ترسره شي؛ خو پرمختګ شوی دی.
هغه ویلي، چې په ټوله غزه کې په جګړي توګه شمالي سیمې د قحطۍ له ډېر خطر سره مخ دي.
نوموړي ویلي، چې د فلسطین په کوچنۍ ګڼ میشته سیمه کې له اړو خلکو سره مرستې ته اوس ډېره اړتیا ده.
ملګرو ملتونو له اوږده وخت راپدیخوا په غزه کې د مرستې رسولو او د هغې د وېشلو په لار کې له خنډونو څخه اندېښنه ښودلې او څرګنده شوې، چې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د اسرائیلو لخوا د غزې د واکمنې اسلامي وسلهوالې ډلې حماس پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه ترسره تر سره کیږي.
د اسرائیلو پوځي کمپاین د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا، چې حماس د اسرائیلو په سویل کې جګړه پیل کړه، چې له کبله یې د بشري ناورین ترڅنګ د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو کورونه له ځمکې سره اوار شوي دي.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازاریني د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اپریل پرپرتله غزې ته د تلونکو لاریو منځنی شمېر د ورځې ۳۱۶ ته لوړ شوی دی.
ویل کیږي، چې اوس کثافاتو راټولولو ته پاملرنه ډېره شوې او هڅه کیږي، چې په سویلي غزه کې د ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته ورسېد.
د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمهییزو سلامشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.
ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.
دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو لهخوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.
دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ