Connect with us

تازه خبرونه

اروپایی ټولنې افغانستان کې له پراخ اداري فساد اندېښنه ښودلې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-02-03-20h23m53s19

اروپايي ټولنې د هغه څه له امله اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې پراخ اداري فساد بلل کېږي.

د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، د فساد له کبله به د نړیوالې ټولنې مرستې له ګواښ سره مخامخ شي. نوموړي له دولت وغوښتل چې د فساد د مخنیوي له پاره جدي ګامونه پورته کړي.

اداري فساد په افغانستان کې د ناامنیو په څېرلوی ګواښ دی چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي. د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم په دې برخه کې اندېښمن ښکاري او وایي، اداري فساد به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې له ګواښ سره مخامخ کړي.

د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازیفرانزمایکل میلبن وايي: “د فساد له امله د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې مرستې له ګواښ سره مخامخ دي چې دا مسله د اروپايي ټولنې د اندېښني وړ ده.موږ دلته شته يو، ترڅو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو او خپلی مرستې به تر ۲۰۲۰ کال پورې وغځوو. خو هیله لرو چې افغان دولت د فساد په وړاندې د مبارزې په لار کې جدي اقدام وکړي.”

د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وایي، افغان دولت کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه ډېره کمزورې او ټکنۍ ده، دی وایي، د فساد په وړاندې چې د خلکو امنیت او ثبات ګواښي باید جدي اقدام وشي. سیاسي شنونکي هم له دولت غواړي چې د فساد په وړاندې د مبارزې له پاره روښانه تګلاره جوړه کړي.

سیاسي شنونکی توریالی غیاثي وايي: “موږ د یوې ستراتیژي جوړېدو ته اړتیا لرو پرته له هغې نشو کولای چې د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته د پای ټکی کېږدو او باید د فساد په وړاندې د مبارزې له پاره یوه لار ولټول شي.”

د روڼتیا نړیوال بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۵ کال کې له شمالي کوریا او سومالیا وروسته افغانستان د نړۍهغه هېواد دی چې اداري فساد په کې اوج ته رسېدلی دی.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!