تازه خبرونه
ارنچا: موږ هڅه کوو چې د افغانستان او سیمې لپاره ځانګړي پالیسۍ جوړه کړو
د سوداګرۍ نړیوال مرکزمسو لین وايي د افغانستان د سوداګریزو پروګرامونو څخه ملاتړکوي او زیاتو چې د ریکا د اقتصادی پروګرامو نو پلي کیدل کولی شي د افغانستان او سیمي اقتصادی ستونز هواري کړي.
دوی زیاتوي چې په افغانستان کې بنسټیزه پانګونې د تر سره کید لپاره ظرفیت شته چې له دې سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د سوداګرۍ د نړیوال مرکز چارواکې له اریانانیوز سره په یوه ځانګړي مرکه کې ووېل: په افغانستان کې په بنسټیزو پروژو پلی کولو لپاره کافی اندازه ظرفیت شتون لري چې په پلي کېدو به یې په سیمه کې بیکاري ختمه او اقتصادي تحرک به رامنځ ته شي. چې دا به لکه د ریل پټلي په برخه کې کاري زمینې، د بریښنا د انتقال په برخه کې، د ټاپي پروژې او داسې نورې برخې هم شته موږ د افغانستان له حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو او په دې برخه کې به حکومت ته پالیسي هم جوړي کړو.
نوموړې زیاتوي (ارنچا ګونزلیز) د سوداګرۍ د نړیوال مرکز رییسه.(موږ هڅه کوو چې د افغانستان او سیمې لپاره ځانګړي پالیسۍ جوړه کړو تر څو په سیمه او افغانستان کي د کار د رامنځ ته کولو لامل شي او له دې لارې مېرمنو او ځوانانو ته په افغانستان کې د کار زمینه برابره شي)
همداراز اغلي ګونزلیز زیاتو چې د افغانستان داقتصادي بنسټو نو د پانګونې لپاره ښې طرحې لري چې حکومت یی باید ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د پانګوني او صنایعو عالی شورا مسولین وایی که له حکومت سره په اقتصادي برخه کې نړیوال سازمانونه همکاري وکړي اغیزه به یې مثبت وی.
همدا راز شبیر بشیري د پانکوڼي او صنایعو عالی شورا رییس عامل .(موږ د نړیوالو سازمانو خصوصاً چې په اقتصادي برخه کې فعالیت کوي هرکلی کوو دوی باید حکومت ته د خصوصي سکتور سره د رښتینې همکاري په برخه کې پالیسي ګانې ورکړي تر څو په افغانستان کي خصوصي سکتور وده وکړي)
د پانګوني او صنایعو عالی شورا مسولین وایي که څه هم په تیرو شپاړسو کلو نو کې کار شوی؛ خو لاهم په هغه اندازه چي په افغانستان کې تولید او صنایعو پراختیا موندلي وای هغومره کار ندی شوی البته په دې برخه کې.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ