په ټول پاكستان كې د دغه هېواد د خپلواكۍ كليزه د خاصو مراسمو او لوړ پوړو دولتي اوسياسي گوندونو د استازيو په گډون ونمانځل شوه .
د دغه هېواد د خپلواكۍ د ورځې په وياړ په جوړو شويو مراسمو كې د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني، د دغه هېواد د پرمختگ په وړاندې ترهگري يو لوى گواښ وباله او زياته يې كړه، چې:
هېواد يې له اقتصادي بحران سره هم مخ دي.
گيلاني زياته كړه:
د پاكستان اقتصادي پراختيا د پاكستان د دولت په لومړيتوپونو كې راځي او ټينگار يې وكړ، چې:
د خلكو ترمځ اختلافات بايد له منځه ولاړ شي .
د پاكستان ولسمشر اصف علي زرداري هم د پيغام په ليږلو له انگلستان څخه د پاكستان د خپلواكۍ د اخيستو په وياړ د پاكستان خلكو ته مباركي ويلې ده.
دا مراسم په داسې حال كې نمانځل كيږي، چې د پاكستان پوليسو سخت امنيتې تدابير نيولي دي.
د يادونې وړ ده، چې پاكستان د ۱۹۴۷ع كال د اگست په څوارلسمه ڼېټه له انگلستان څخه خپله خپلواكي واخيسته .