عاجل خبرونه

په هلمند كې د چارواكو په ملاتړ د ځمكو ناقانونه وېش روان دى- د بولان اوسيدونكي

(Last Updated On: September 25, 2011)

له هلمند څخه ترلاسه شوي رپوټونه وايي، چې:

په مركز لښكرگاه كې يوه قومي مشر په ناقانونه توگه پرخلكو د ځمكو وېش پيل كړى دى.

په مركز لښكرگاه كې د بولان سيمې اوسيدونكيو د قومي مشر د دغه عمل په خلاف لاريون وكړ او ادعا يې وكړه، چې د سيمه ييزو چارواكو په ملاتړ يې دا ځمكه غصب كړې ده.

دولتي چارواكي هم د خلكو دا اداعا پرځاى بولي.

قومي مشر، چې په تېرو پارلماني ټاكنو كې كانديد هم و وايي، چې:

د ځمكې د وېش ټول قانوني پړاوونه يې بشپړ كړي دي.

لاريون كوونكي وايي، چې:

په نوموړې سيمه كې شاوخوا دوه زره كورونۍ استوگن دي، چې اديره او شاوخوا سيمې په زورد چارواكو لخوا وېشل كيږي.

د دوى په وينا، چې:

دغه ستونزه يې څوڅو ځله له امنيه كوماندانۍ، ښاروالۍ او ولايتي شورا سره هم ياده كړې؛ خو وايي، چې:

دوى هم په دې ځمكو كې شريك دي اود دوى غوښتنو ته يې مثبت ځواب نه دى ويلى.

د دې ځمكې وكيل هاشم الكوزى وايي، چې:

د دې نومرو ټول قانوني مراحل يې له ولايت څخه نيولې بيا تر ولايتي شورا او ښاروالۍ پورې تر سره كړي او مقابل لورى غاصبين او وسله وال طالبان بولي.

د هلمند والي وياند محمد داود احمدي د نوموړې سيمې د اوسيدونكيو ادعا پرځاى بولي او وايي، چې:

د ځمكود وېش دا لړى پخپل سرپيل شوې ده.

نوموړي ټينگار كړى، چې:

خلك حق په جانب دي. دا، چې د هلمند والي گلاب منگل په كابل دى او په دې مشكل خبرشوى امنيه كوماندان ته يې لارښوونه كړې، چې په مطلقه توگه د دې كارمخه ونيسي؛ ځكه، چې دا يوه لويه ستونزمنه موضوع ده. ترهغې، چې دې مشكل ته يوه اساسي  حل لاره نه وي پيدا شوې؛ هيڅوك حق نه لري، چې دا ځمكه چاته وركړي او يا  د كورونو د جوړولو لپاره ځمكې ووېشي.

د دې ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالباري باركزى د دې ځمكو په وېش كې د ولايتي شورا ښكېلتيا ردوي؛ خو وايي، چې:

وېشل يې قانوني بڼه لري او د ښاروالى لخوا  قانوني سندونه وركول كيږي.

په دې اړه د لښكرگاه ښاروالۍ  له څه ويلو ډډه كړې

About ATN News

Avatar

Check Also

د آسیا پراختیایي بانک له اقتصادي پروژو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: July 19, 2019)د آسیا پراختیايي بانک مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې په …

Leave a Reply

Your email address will not be published.