عاجل خبرونه

په هلمند كې د نوزاد ولسوالۍ مركزي ښوونځى جوړ شو

(Last Updated On: اکتوبر 15, 2011)

ځايي چارواكي وايي، چې:

په دې ولسوالۍ كې د حرفوي زده كړو د مركز جوړيدو كار هم  پيل شوى دى.

د دې دواړو  پروژو لگښت  د امريكا سمندري ځواكونو په غاړه اخيستى.

په نوزاد ولسوالۍ كې دا مهال له ۲۳ښوونځيو يوازې درى فعاله دي .

د آريانا راډيو ټلويزيون خبريال نعمت الله زهير په ډاگه كړې، چې:

په نوزاد ولسوالى كې د مركزي ليسې وداني د څه نا څه څلورسوه زره امريكايي ډالرو پر لگښت د يوې نيمې مياشتې په موده كې، چې ۱۴درسي خونې لري؛ كار بشپړشوى، چې دا مهال په كې د نجونو په گډون د دې ولسوالى شاوخوا اووه سوه زده كوونكي زده كړې كوي.

د هلمند والي گلاب منگل زياتوي:

په دې ولسوالى كې د حرفوي زده كړو د مركزد ودانۍ بنسټ هم د پنجشنبې په ورځ( د تلې په ۲۱) كيښودل شو، چې په نږدې راتلونكي كې به بشپړشي.

منگل وايي:

په دې حرفوي مركز كې به كې به ۱۲ شاپونه  يا د زده كړوصنفونه موجود وي او بېلا بېلې حرفوي زده كړې به دلته ترسره كيږي. د نوزاد د ځوانانولپاره په ځانگړي توگه د هغو ځوانانولپاره، چې د هغوى كوم كار او كسب نه وي زده يو خوشحالوونكى گام دى.

د ده په وينا:

په دې حرفوي مركز كې به د نوزاد ولسوالى اوسيدونكيوته د ميخانيكي زده كړو ترڅنگ د موټرسيكل جوړولو، نجارى او كالي گنډلو زده كړې تر سره شي.

دا په دا سې حال كې ده، چې:

د نوزاد ليسې ښوونكي وايي، چې:

دوى ته تردې مهاله درسي توكي نه دي رسيدلي او په دې برخه كې له گڼو ستونزوسره مخ دي.

چارواكي په دې اړه وايي، چې په نږدې راتلونكي كې به دې ولسوالى ته درسي توكي وليږدوي او دا ستونزه به هم حل شي

About ATN NEWS

Check Also

کرنې وزارت د کود و برق له فابریکې سره د کیمیاوي سرې د تولید هوکړه وکړه

(Last Updated On: اکتوبر 14, 2018) د کرنې وزارت د هېواد پر کروندګرو کورنۍ کیمیاوي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.