عاجل خبرونه

له امريكا سره پرسترتيژيك تړون خبرې كړكېچنې شوې

(Last Updated On: September 13, 2011)

په داسې حال كې، چې طمع كيږي د افغانستان او امريكا د ستراتيژيكو همكاريو طرحه د روان كال له دسمبر مخكې د دواړو هېوادونو له خوا لاسليك شي، خو تراوسه هم  په دې اړه بحثونه دوام لري، چې داهمكاري د يوه تړون په بڼه وي او كه د اعلاميې په توگه .

كه څه هم د افغانستان حكومت د دواړو هېوادونو ترمنځ پرستراتيژيك تړون ټينگاركوي، خو امريكايي چارواكي بيا وايي، چې دا همكارۍ به د اعلاميې په بڼه  تنظيم  شي.

يو شمېرسياسي كارپوهان له حقوقي پلوه د واشنگټن او كابل ترمنځ د ستراتيژيك تړون اجرائيوي ضمانت د اعلاميې په پرتله اغېزناك گڼي .

د افغانستان او امريكا ترمنځ د ستراتيژيكو اړيكو د تړون لاسليك په رسنيو كې يوه توده موضوع گرځيدلې ده.

داسې ښكاري، چې د افغانستان او امريكا ترمنځ په دې اړه بحث حساس پړاو ته  رسيدلى دى .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د يكشنبې په ورځ(د وږي ۲۰) اعلام وكړ، چې د افغانستان او امريكا ترمنځ د ستراتيژيكو همكاريو تړون به له دسمبر مخكې لاسليك شي .

كه څه هم، چې تر اوسه د دې تړون جزيات نه دي روښانه شوي، خو په اقتصادي برخه، د بېخبناوو په جوړولو او د افغان امنيتي ځواكونو د تمويل او سمبالتيا په برخه كې همكاري، افغانستان حكومت ته د زندانونو سپارل او د شپې پرمهال د امريكايي ځواكونو د عملياتو درول د دې تړون مهم ټكي گڼل كيږي.

په داسې حال كې تراوسه هم په دې برخه كې دواړه هېوادونه په دې بحث كوي، چې ستراتيژيكې همكارۍ د يوه تړون په بڼه لاسليك شي او كه د اعلاميې .

سياسي كارپوه ملك ستيز له ډنماركه د گرځند پر ليكه څرگنده كړې، چې:

امريكا هم موافقې ته د رسيدو په موخه مشخص شرطونه لري .

ملك ستيز ټينگاركوي، چې د افغانستان د اوسني نظام برخليك تر ۲۰۱۴ع كال وروسته د امريكا له رول سره تړلى او حكومت له هغوى سره له  هوكړې پرته بله لاره نه لري.

دا څرگندونې په داسې حال كې كيږي، چې گاونډ هېوادونو په ځانگړي توگه ايران، پاكستان او روسيې په ښكاره له امريكا سره د ستراتيژيك تړون د لاسليك په اړه د افغانستان د تصميم په اړه اندېښنه ښودلې ده.

كه څه هم د افغانستان دولت ډېرځله ويلي، چې له امريكا سره د دغه هېواد اړيكې به د هيڅ هېواد په زيان نه وي، خو ايران او پاكستان د بېلابېلو لاملونو پرلامل په سيمه كې د امريكا په اوږد مهال موجوديت اندېښمن دي

About ATN News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په اړه بېړ نۍ ناسته تر سره کړه

(Last Updated On: October 19, 2019)ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په تړاو بېړنۍ …

Leave a Reply

Your email address will not be published.