د مكسيكو پوځيانو د امريكا او مكسيكو پر پوله يو پټ تونل كشف كړى

(Last Updated On: اګست 18, 2011)

د مكسيكو چارواكو اعلام كړى، چې د دغه هېواد پوځيانو د امريكا او مكسيكو پر پوله يو تونل، چې درې سوه متره اوږدوالى لري كشف كړى دى.

د دوى په باور:

له دغه تونل څخه د انسان او نشه يې توكو د قاچاق لپاره گټه اخيستل كيده.

د مكسيكو د پوليسو په وينا:

په دې تور د يوې ښځې په گډون لس كسان نيول شوي دي .

د مكسيكو د رسنيو د رپوټونو له مخې د مكسيكو د تيخوانا د ښار د پوليسو رييس جنرال آلفونسو دوراټه د دغه تونل له كشفولو خبر وركړ او زياته يې كړه:

د دغه تونل، چې د امريكا او مكسيكو په پوله كې دى او ۳۰۰ متره اوږدوالى لري كار يې نيمگړى پاتې دى او پوره شوى نه دى.

نوموړى وايي، چې:

دغه تونل د تيخوانا په ښار كې له يوه كور څخه كيندل شوى دى .

دغه جنرال زياته كړې، چې:

د يوې ښځې په گډون  يې لس هغه كسان د دغه تونل د كشف پر وخت نيولي، چې له يو كال را پديخوا د دغه تونل په كيندلو كې يې مرسته كړې وه .

د مكسيكو د چارواكو په وينا:

دغه تونل يو اعشاره اته متره لوړ والي او يو متر پلن والى لري، چې د هوا رسونې او رڼا رسونې له دستگاگانو هم برخمن دى.

دا په داسې حال كې ده، چې امريكايي چارواكو له دې وړاندې ويلي وه، چې د ۱۹۹۰ع كال را پديخوا يې امريكا ته  د انسان او نشه يې توكو د قاچاق يو سلو پنځوس تونلونه كشف كړي دي.     

About ATN NEWS

Check Also

پاکستان اوس هم د ترهګرو له ملاتړه لاس ندی اخیستی- امریکا

(Last Updated On: سپتمبر 20, 2018) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان اوس …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.