د ليبيا انقلابي ځواكونه پرته له نښتې بني وليد ښار ته دننه شول

(Last Updated On: September 6, 2011)

د ليبيا د انتقالي شورا پوځي كوماندان اعلان كړى، چې د دوى ځواكونه پرته له كومې نښتې د بني وليد ښار ته د ننه شوي دي .

د بنې وليد ښار د طرابلس سهيل ختيځ لوري ته په ۱۴۰ كيلو مترۍ كې پورت دى، چې تر دې مهاله قذافي ته د وقادارو ځواكونو په ولكه كې و .

د ليبيا د انتقالي شورا پوځي كوماندان ابوسيف عنيفه اعلان كړى، چې:

د دوى ځواكونه پرته له كومې نښتې دغه ښار ته دننه شوي او اوس مهال قذافي ته د وفادارو ځواكونو په پاكولو بوخت دي .

د قذافي زوى سيف الاسلام قذافي ترتېرې ورځې هم په بنې وليد ښار كې په دې موخه موجود و، چې قدافي ته د قبيلو د مشرانو ملاتړ تر لاسه كړي.

نوموړى د جمعې په ماښام  له دغه ښاره په يوه  موټر كې د ليبيا سهيلي سيمو ته تللى دى .

د ليبيا انتقالي شورا په سهيل كې د سرت ښار د قبيلو مشرانو ته، چې قذافي ته له وفادارو ځواكونو ملاتړ كوي؛ هغه وركړ شوى مهلت وغځاوه، چې پرته له كومې نښتې دې دغه ښار د ليبيا انتقالي شورا ته وسپاري.

About ATN News

Check Also

زلمي خلیلزاد د هند له بهرنیوچارو وزیرې سره لیدلي دي

(Last Updated On: May 7, 2019)د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د …

Leave a Reply

Your email address will not be published.