عاجل خبرونه

د غورولايت د هوايي ډگر تاسيسات گټې اخيستنې ته وسپارل شول

(Last Updated On: September 13, 2011 2:49 pm)

د غورپه هوايي ډگركې د تاسيساتو جوړول، چې د آسيا پراختيايي بانك په مرسته د نهو ميليونو ډالرو په ازرښت جوړشوى، گټې اخيستنې ته وړاندې شو.

د دغه ولايت سيمه ييزچارواكي وايي، چې:

له دې وړاندې د يادو تاسيساتو د نه شتون له لامله مسافر له ډېرو ستونزو سره مخ ول.

د غورولايت سيمه ييز چارواكي وايي، چې:

د دغه ولايت د هوايي ډگر نوي تاسيسات د ترانسپوټ او هوايي چلند د وزير په شتون كې گټې اخيستنې ته وړاندې شول.

د غوروالي عبدالله هېواد د دغه ولايت هوايي ډگر د رنوې خط ۲۰۰۰ مټره اوږدوالى او ۳۰ متره پلن والى لري، چې لويې مسافر وړونكې الوتكې هم كولى شي په دغه هوايي ډگر كې ناسته او الوتنه وكړي .

نوموړي وويل:

دغه هوايي ډگرد آسيا پراختيايي بانك او د يو اس اى ډي د دفتر په مالي مرسته، چې نهه ميليون امريكايي ډالر كيږي  رغول شوي او ګټې اخستنې ته وړاندې شو . د نوموړي په وينا په تېروكورنيو جگړو كې دغه هوايي ډگرزيانمن شوى و.

د غوروالي وايي، چې:

له دې وړاندې مسافرله ډېرو ستونزو سره مخ ول .

په همدې حال كې د دغه ولايت يوشمېراوسيدونكيو له مركزي دولت څخه وغوښتل، چې غورته د بيارغونې په برخه كې ډېره پاملرنه وكړي.

دوى په مركزي دولت تورلگوي، چې په تېرو لس كلونو كې يې غورته پاملرنه نه ده كړې

About ATN NEWS

Check Also

د هند پر مالي لګښت پکتيا پوهنتون ته د لابراتوار وداني جوړیږي

(Last Updated On: August 30, 2018 5:28 pm) د عملي زدکړو د آسانتیاوو په موخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.