عاجل خبرونه

د امريكا مالي بحران به چين له ستونزو سره نه مخ كړي- جو بايډن

(Last Updated On: August 22, 2011)

پداسې حال كې، چې د امريكا ولسمشر مرستيال جوبايډن د چين په پلازمينه بيجنگ كې دى، چينايي رسنيو خپلې ليكنې او خبرونه په امريكا كې د پورونو بحران ته ځانگړې كړي او د دغه هېواد اداره يې ترسختو نيوكو لاندې راوستې ده.

چين د امريكا لپاره په نړۍ كې تر ټولو ستر بهرنى اعتبار او امريكا په نړيواله كچه د چين تر ټولو لويه پوروړې ده.

دغه نيوكه په داسې حال كې كيږي، چې له خپل چينايي سيال شي جين پينگ سره د پنجشنبې په ورځ  يې د چين په پلازمېنه بيجنگ كې مذاكره پيل كړه.

دواړو لوريو د سيمې او نړۍ د مهمو مسايلو پرسر د خبرو اترو په ترڅ كې د دوه اړخيزو همكاريو د پراختيا غوښتنه وكړه.

بايډن د چين د ولسمشر مرستيال ته بلنه وركړه، چې:

له امريكا ليدنه وكړي.

له بلې خوا، چينايي اقتصاد پوهان وايي، چې:

د امريكا د ولسمشر مرستيال بايد چين ته تضمين وركړي چې د ډالرو ارزښت به نه ټيټيږي او چين به د امريكا د پورونو د پېرلپاره د پانگونې په لار كې له گواښ سره نه مخ كيږي.

دا په داسې حال كې ده، چې جوبايډن تضمين وركړى او ژمنه يې كړې، چې په امريكا كې د مالي بحران له لامله به چين له ستونزو سره نه مخ كيږي.

About ATN News

Avatar

Check Also

په تاجکستان کې د داعشیانو برید له افغانستان سره تړاو نلري- ملي دفاع وزارت

(Last Updated On: November 7, 2019)د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي؛ د تاجکستان پوله …

Leave a Reply

Your email address will not be published.