عاجل خبرونه

د افغا نستان عامې روغتيا وزارت د پېنځه ميليون آستراليايي ډالرو هوكړه ليك لاسليك كړ

(Last Updated On: اګست 18, 2011)

د افغا نستان د عامې روغتيا وزارت او د افغا نستان لپاره د آسټراليا د پراختيايي پروگرامونو د ادراې دافا ترمنځ د يو اعشاريه پېنځه ميليون آستراليايي ډالرو هوكړه ليك لاسليك شو.

د روغتيا وزارت چارواكي وايي، چې:

دا مرستې به ډېرې په روغتونو كې د مديريت او معلوماتي تكنالوژۍ په شمول د وړتياوو په لوړولو ولگول شي.

دا چارواكي د افغانستان په روغتيايي چارو كې يو لړ تشې مني او وايي:

دا مرستې كولى شي ستونزې له منځه يوسي .

فريده سوما د آريانا راډيو- ټلويزيون خبرياله څرگندوي، چې د افغا نستان د عامې رو غتيا وزارت سر پرستي ثريا دليل د دغه تفاهم ليك د لاسليك پرمهال وويل:

دوى به له دې وروسته د افغا نستان د روغتيايي نظام پياوړتيا ته  پاملرنه زياته كړي.

ثريا دليل وايي، چې:

د دغه هوكړه ليك اصلي موخه د روغتونونو د مديريت، معلوماتي ټكنالوژۍ او بشري منا بعو د معلوماتي سيستم پياوړتيا ده.

د عامې روغتيا وزارت د سرپرستې په وينا:

دا مرسته به په اوږد مهال كې د افغا نستان روغتيايي چارې تقويه كړي .

د عامې روغتيا سرپرسته د روغتيايي سيستم د پياوړتيا په لاره كې د بوديجې نشتوالى يوه  ستونزه گڼي او وايي:

تراوسه هم د افغانستان روغتيايي سيستم له ډېرو ستونزو او خلا گانو ډك دى.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه هم  د متخصصينو، د پرمختلليو صحي  دستګاه و لپاره د انجينيرانو، روغتيايي پرسونل ، د روغتونونو لپاره ځاى او د بوديجي كموالى  يو شمېرهغه ستونزې گڼي، چې وايي:

په افغا نستان كې يې د روغتيا يي خدمتونو اغيزمنتوب ترپو ښتنې لاندې راوستى دى .

About ATN NEWS

Check Also

کرنې وزارت د کود و برق له فابریکې سره د کیمیاوي سرې د تولید هوکړه وکړه

(Last Updated On: اکتوبر 14, 2018) د کرنې وزارت د هېواد پر کروندګرو کورنۍ کیمیاوي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.