د بيات بنياد رييس انجنيراحسان الله بيات وايي، چې:
هڅه كوي، چې د روژې مباركې مياشتې په اوږدو كې يو زيات شمېر اړمنې كورنۍ د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې راولي.
د آزادۍ مطبعې رييس غلام حسن حضرتي د بيات بنياد دغه مرستې په ځانگړې توگه د روژې په مباركه مياشت كې يو پر ځاى او گټورگام وباله.
د آريانا راډيو- ټلويزيون د رپوټ له مخې:
بيات بنياد د دې بنسټ له تاسيس څخه بيا تراوسه د افغانستان په مركز او ولايتونو كې په بېلا بېلو برخو كې ډېرې مرستې كړي او له بېوزلو او اړمنو كسانو سره مرستې د دې بنسټ په لومړيتوبونو كې ځاى لري.
د دغو مرستو پردوام، د افغانستان د دولتي مطبعې يا ازادۍ مطبعې له سلو ډېر كاركوونكي، چې اقتصادي وضعه يې خرابه ده، د دې بنسټ لخوا پرې اوړه، وريجې، غوړي، چاى، بوره او نور خوراكي توكي ووېشل شول.
د بيات بنياد عمومي رييس انجينير احسان الله بيات، چې د دغو مرستو موخه د بېوزلو كورنيو لاسنيوى بولي او وايي:
پدې هڅه كې دي، چې لږ تر لږه د روژې په مباركه مياشت كې واتوانيږي چې له دغو كسانو سره مرستې وكړي.
كلپ……. د بيات بنياد رييس: انجينير احسان الله بيات
په همدې حال كې د ازادۍ مطبعې رييس غلام حسن حضرتي وايي چې د بيات بنياد لخوا د دې ادارې له كاركوونكو سره په ځانګړې توګه د روژې په مباركه مياشت كې ځانګړى ارزښت لري.
بيات بنياد چارواكي وايي، چې دوى په پام كې لري، چې د روژې په مباركه مياشت كې له زرو څخه ډېرې كورنۍ د خپلو خوراكي توكيو د مرستو تر پوښښ لاندې راولي.
بيات بنياد له اړمنو او بېوزلو كورنيو سره د خپلو عادي او دوامداره اقتصادي مرستو ترڅنگ، ډېري دغه كسان هركال د روژې په مباركه مياشت كې د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې راولي او اقصادي لاسنيوى يې كوي.