Connect with us

تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ملاتړ دوام لري-پتر کوک

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-01-07-09h54m47s12

د امریکا دفاع وزارت افغانستان یو خطرناک ځای بولي او وایي، اوس هم ډېرې داسې ننګونې شته، چې حل شوې نه دي.

په واشنګتن کې د آریانا نیوز خبریالې له پترکوک پوښتلي، چې د روسیې او طالبانو پر اړیکو څه و ایي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند پترکوک په ډاګه کړې؛ زه دا روسانو ته پریږدم، چې ووایي ولې یې له طالبانو سره اړیکه نیولي او څرنګه دغه اړیکه د افغانستان خلکو ته رغنده ده.

جنرال نیکلسون او ډله یې، چې له افغان دولت او افغان ځواکونو سره له نږدې همکاري لري وایي: مونږ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ماموریت لرو، چې د امریکا د خوندیتوب لپاره اړین دی.

دا مهال مونږ د افغانستان په اړه ښه احساس لرو؛  امریکا او ائتلاف له افغان ځواکونو ملاتړ کوي. زمونږ موخه داده، چې دغه ځواکونه د  خپل هېواد ساتنې ته جوګه شي. مونږ په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې یو او دا هېواد اوس هم  یو خطرناک ځای دی، چې ننګونې په کې شتون لري.

د امریکایي پوهنتون استاد ستیفن تانکل ویلي، چې پاکستان اوس هم له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

دی زیاتوي، په پاکستان کې ترهګرې ډلې د اسلام آباد او واشنګتن د اړیکو د پیاوړتیا د لارې خنډ دي.

د نوموړي په وینا؛ پاکستان له ۲۰۰۵ کال راهیسې د ترهګرو ډلو خلاف د مقابلې په لار کې هڅې کمې کړي دي، پاکستان نه یوازې حقاني  شبکه او افغان طالبان ساتلي، بلکې د لشکر طیبه ډلې ملاتړ ته یې هم دوام ورکړی دی. د پاکستان قبایلي سیمو کې د ترهګرو ضد عملیات ممکن خپلو موخو ته نه وي رسیدلي او دا احتمال، چې ترهګرې ډلې به بیا ډګر ته راووځي، ډېر دی.

څو میاشتې وروسته په افغانستان کې د جګړې نوی موسم پیل کیږي، خو په امریکا کې به هغه مهال د چارو واګې له دونالد ترمپ سره وي او هغه به  د دې هېواد په تړاو پرېکړه کوي.

خبریاله : نذیره عظیم کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!