Connect with us

تازه خبرونه

اوباما اشرف غني او عبدالله ته د ملي وحدت حکومت د دوام ډاډ څرګند کړی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-01-19-12h24m58s206

د امریکا ولسمشر باراک اوباما، چې د مرغومي دېرشمه یا د جنورۍ ۱۹ یې د ولسمشرۍ وروستۍ ورځ ده؛ تېره شپه یې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبداللهسره تیلیفوني خبري کړې او د دوی له دوامداره همکاریو یې مننه کړې ده.

د سلواغې پر لومړۍ، چې د جنورۍله شلمې سره برابره ده په امریکا کې باراک اوباما د وروستیو انتخاباتو ګټونکي دونلدترمپ ته په رسمي بڼهد ولسمشرۍ واک و ځواک سپاري.

سپيني ماڼۍ په یوهخبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛اوباما له دواړو مشرانو غوښتي، چې په خپلو کې اختلافات پای ته ورسوي او د جان کري له لوري د رامنځته شويملي وحدت حکومت درناوی په کار دی او دې حکومت ته دې په ډاډمنه توګه ادامه ورکړي.

له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه دا هم راغلي، چې دواړه مشران باید ګډې هڅې وکړي، چې د روان حکومت تر چتر لاندې ملي وحدتپراخه او خلک له سوکاله ژوندانه برخمن شي.

نوموړي د دواړو مشرانو ته د تېرې سېشنې د ترورستي پېښې د خواخوږۍ مراتب څرګند کړي  او له هېوادوالو سره یې د ژمنو پر بشپړولو هم ورته  ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د فساد شتون او په ځینو مواردو کې د قانون نه پلي کول اوس هم ملي وحدت حکومت له بېلابېلو ګواښونو سره مخ کړی دی.

باید وویل شي، چې ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست  له اوباما سره د  تېر ماښام  د تیلیفوني اړیکو پخلی کړی او دواړو مشرانو هم له  اوباما مننه کړې ، چې په تېرو اته کلونو کې یې افغان حکومت او خلک له خپلو مرستو بې برخې کړي نه دي.

دا په داسې حال کې ده، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکي دونلد ترمپ ته هم سپارښتنه کړې، چې د افغانستان او سیمې روان حالت ته دې بشپړه پاملرنه راوګرزوي.

 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!