عاجل خبرونه

چین، هند او روسیې د ترهګرو د ملاتړ کوونکیو د محاکمې غوښتنه کړې

(Last Updated On: December 12, 2017 7:20 pm)

د چین، هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د ترهګرو د ملاتړ کوونکیو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

نوی ډیلي د دوشنبې پر ورځ د سیمې د درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه و، چې د دې ناستې اصلي محور له ترهګرۍ سره مبارزه او په سیمه کې د امنیت تامین یاد شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وایي؛ د دې درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نوي ډیلي په ناسته کې هوکړه کړې، چې له ترهګرو سره په مبارزه کې سیمه ییزه اجماع جوړه کړي.

د زیاترو په باور چین او روسیه  د افغانستان په شمال کې د داعش له حضور او فعالیته په اندېښڼه کې دي له همدې کبله په دې ناسته کې ویل شوي، چې د خپلو هېوادونو امنیت په څه ډول  تامین کړي.

د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وایي، د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې هند د پاکستان ځیناستی دی.

که څه هم په ځانګړي توګه د هېواد په شمال کې د طالبانو په ملاتړ اندېښنې زیاتې شوي؛ خو مسکو نه مني، چې له طالبانو سره یې مالي مرستې کړې وي.

About Ariana News

Check Also

په کندهار ښار کې موتر بم چاودنې ۵۵ کسانو ته مرګ وژوبله اړولې

(Last Updated On: May 22, 2018 4:06 pm) د کندهار ښار سیمه ییزو چارواکو آریانا …