Connect with us

تازه خبرونه

په فراه کې به یوازې له هنډوانو څلور میلیارد افغانۍ ګټه تر لاسه شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کرنې اومالدارۍ وزارت وايي، چې  په فراه کې به بزګر سږکال یوازې د هنډوانو له حاصلاتو شاوخوا څلور میلیارد افغانۍ ګټه تر لاسه کړي.

په فراه ولایت کې پر نږدي ۱۷ زره هکتاره ځمکه د هنډوانو کښت شوی، چې ټول محصولات  به يې له ۵۷۰ زره ټنه څخه زیات  شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد وایي، ښايي د فراه کروندګر له دغو محصولاتو څخه نږ دي څلور میلیارد افغاني ګټه ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ که هره کیلو هنډوا ڼه په لس افغانۍ محاسبه کړو له څلور میلیارد ډېرې افغانۍ به د کروندګرو جبونو ته له دې لارې ولاړې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې عړی اعتبار خان ځدران وايي، که د کرنې وزارت له خوا  د محصولاتو د ودې لپاره کاروشي؛  نو خصوصي سکتور به د محصولاتو د پروسس په برخه کي په میلیونونه دالر  پانګونه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپو ه  تاج محمد تلاش  وايي، د کرني وزارت د هڅو پر وړاندې هیڅ مشکل نشته؛ باید دغه وزارت له دې هم زیاته لاسته رواړنه ولري.

د کارپو هانو په وینا؛ که د کرنې وزارت د هیواد ټولې برخې له کرنیزه اړخه زون بندې کړي؛ نو ښايي له دې اړخه به افغانستان په یو منظم اقتصادي سیستم کې دا خل شي.

د یادونې وړ ده، چې  افغانستان د یو کرنیز هېواد په توګه کولی شي له کرنیز اړخه زیات اقتصادي پرمختګ وکړي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!