تازه خبرونه
په قزاقستان کې د افغانستان ولسمشر د چین له ولسمشر سره ولیدل
د ولسمشر مرستیال ویاند رسنیو ته په ډاګه کړې، چې په قزاقستان کې د افغانستان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د چین له ولسمشر سره لیدلي او پر بېلابېلو برخو کې یې د خپلمنځیو اړیکو پر پراختیا ور سره خبرې کړې دي.
د چین ولسمشر شي جینگ پنگ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د پنجشنبې پر ورځ(د غبرګولي ۱۸) د شانګهای د غونډې له پیل مخکې ویلي، چې بیجنګ د افغانستان له سولې، ثبات او بیا رغونې څخه خپل ملاتړ روان ساتي او دغه راز به په دې اړه په سیاسي همغږۍ کې هم خپلې هڅې تر سره کړي.
د چین ولسمشر د امنیتي ستونزو او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره د کابل او بیجنګ د همکاریو غوښتونکی شو.
د چین د ولسمشر په وینا؛ د دواړو هېوادونو اړیکې مثبت لوري ته روانې دي او د یوې لارې او یو کمربند تر سرلیک لاندې د دواړو هېوادونو هوکړه هم د ډاډ وړ ده.
دغه راز ولسمشر غني د سیمې او نړۍ په اړه د چین هڅې د ډاډ وړ وښودې او وایي، چې کابل د چین امنیتي، تجارتي او اقتصادي اړیکو او همکاریو ته ژمن دي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ویلي، چې ولسمشرغني به ښايي د روسیې له ولسمشر او د نورو هېوادونو له مشرانو سره هم لیدنې ولري او د اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر زیاتولو به ور سره وغږېږي
د نوموړي په وینا؛ د شانګهای همکاریو تړون دا دوه ورځنۍ غونډه د پنجشبې په ورځ پیل شوې او جمعه به هم روانه وي.
دا د شانګهای تړون اووه لسمه سرمشریز ده. دا تړون پر ۲۰۰۱ کال د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا د څو اړخیزو امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو لپاره جوړ شوی؛ خو چین او روسیه په دغه تړون کې مهم رول لري.
پر ۲۰۰۴ کال منګولیا هم د دغه تړون څارونکی غړې شوه او پر ۲۰۱۲ کال افغانستان، هند، ایران او پاکستان د دې تړون څارونکي غړي شول.
ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر په ګډون له یوه جګپوړي پلاوي سره په دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنه استانه ته ولاړ.
د ارګ له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې ولسمشر به د قراقستان په دغه دوه ورځني سفر کې د شانګهای سرمشریزه ته وینا وکړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ افغان پلاوی به د دې تړون د غړیو او څارونکیو هېوادونو له ځینو مشرانو سره وګوري او د خپلمنځيو اړیکو او همکارۍ پر پراخولو به ور سره خبرې وکړي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ