عاجل خبرونه

په خيبر ايجنسۍ کې داعش ضد عمليات پيل شول

(Last Updated On: July 17, 2017 3:17 pm)

 د پاکستان پوځ د دوشنبې پرسهار د خیبر ايجنسۍ په قبايلي سیمه کې د داعش پر ضد خیبر څلور نومي عمليات پيل کړل.

د پاکستان رسنیو د جنرال غفور له خولې لیکلي، چې د خیبر ايجنسۍ په راجگال سیمه کې د داعش وسلوالو پر ضد عمليات پيليږي او له افغان حکومت څخه هم غوښتل شوي، چې افغانستان ته د داعش وسلوالو د اوښتو په مخنیوي کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

راجگال د خيبر ايجنسۍ یوه غريزه سيمه ده، چې ۲۵۰ کیلو متره مربع پراخوالی او نږدې پېنځلس زره فوته لوړوالی لري.

نوموړي په ډاګه کړې؛ هڅه کوو ، چې داسیمه له داعش څخه پاکه کړو.

نوموړي دا هم ویلي، چې په پاکستان کې د داعش منظم پټنځي او فعاليتونه نه شته؛ خو له پاکستانيو طالبانو ځينې جلا شوې ډلې د ترهگريزو فعاليتونو پړه د داعش په نوم مني.

د پاکستان د پوځ وياند ویلي، چې داعش په افغانستان کې خپل مرکزونه ټينگ کړي؛ خو دوی هڅه کوي، چې په پاکستان کې يې د اغېز او فعالیتونو د خپرېدو مخه ونیسي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې مشر جنرال اصف غفور د پاکستان رسنیو ته په ډاګه کړې، چې په کرمه ايجنسۍ کې د داعش ډلې غړي نيول شوي، چې له افغانستان څخه د پاکستان خاورې ته اوښتي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، چې د ترورستانو ستر مرکزونه نه یوازې د پاکستان په سترو ښارونو کې دي؛ بلکې تمویل او تجهیز یې هم له دغو ښارونو روان دی، نه له سرحدي سیمو.

پاکستان په داسې حال کې د داعش پر ضد عمليات پيل کړي، چې له تېر يوه کال راهيسې په پاکستان کې د ځينو چاودنو پړه داعش ډلې منلې ده.

د تاره خبر له مخې؛ د یادو عملیاتو له پیل وروسته د خیبر ایجنسۍ په حیات آباد سیمه کې ځانمرګي بریدګر نهه پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې؛ خو پاکستانیو رسنیو لیکلي، چې د دې برید پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې ده.

About Ariana News

Check Also

هره ورځ 2 سوه ماشومان د سینه بغل له امله صحت طفل ته وړل کېږي

(Last Updated On: November 20, 2017 5:18 pm)د صحت طفل روغتون مسوولین وایی چي په …