Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د پېنځه زره نورو سرتېرو د رالیږلو اړتیا رامنځته شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

Nicklson

په افغانستان کې د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان د پېنځه زره نورو سرتېرو د رالیږلو غوښتونکی شوی دی.

په افغانستان کې د امریکا د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن وايي، چې په افغانستان کې سرتېري د داعش د ګواښونو د راکمولو لپاره یوه اړینه اړتیا ده.

په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ډېرول؛ د داعش د ګواښونو د راکمولو لپاره د امریکایي پوځیانو یوه نوې تګلاره ده.

په ښکاره د نویو راپیدا شویو ترهګرو ډلو ګواښونه په ځانګړي توګه د داعش رامنځته کیدل د امریکا لپاره دومره د اندېښنې وړ ده، چې جنرال جان نیکولسن د اوسني ولاړ جنګي حالت د پای ته رسولو لپاره د پېنځه زره نورو پوځیانو د رالیږلو غوښتنه کوي.

نوموړي په بشپړ ټینګار ویلي؛ مونږ نشو کولی، چې له افغانستان څخه د وتلو بیه پرې کړو. دا هغه ځای دی، چې د دوه زره  لومړي کال د سپتمبر په یوولسمه په کې د تروریزم ضد جګړه پیل شوه. دلته ماته ترهګر په ټوله نړۍ کې زړور کوي او په ډېر شمېر افراد به یې تر رپي(بیرغ) لاندې راټول شي.

ټاکل شوې، چې جنرال جان نیکولسن دغه موضوع د روان کال د می په میاشت کې د ناتو ناستې ته وړاندې کړي، هغه ځواکونه، چې لومړنۍ موخه به یې له داعش سره مبارزه وي.    

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي؛ د حیرانتیا خبره ده، چې داعش دومره ګواښوونکی ښودل کیږي. په داسې حال کې، چې داعش په دې هېواد کې ډېر بې ځواکه دی.

جنرال نیکولسن مخکې ویلي وه، چې د افغانستان حکومت همدا اوس یوازې پر ۶۲ سلنه نفوس کنترول لري او له ټولې خاورې څخه یوازې ۵۷ سلنه یې په لاس کې ده.

خبریال: قیام نوري

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!