عاجل خبرونه

په افغانستان کې د اوباما سیاست ناکام و، نوی حکومت نوې پالیسي جوړوي- جان مک کین

201418215039528759571_سناتور-جان-مک-کین

د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو کمیتې رییس وایي، د افغانستان په تړاو د بارک اوباما سیاست ناکام و او نوی حکومت نوې پالیسي جوړوي.

د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو کمیتې رییس جان مک کین وایي، که څه هم اوس امریکا په افغانستان کې له بندون سره مخ  ده؛ خو په وینا یې ولسمشر ژمنه کړې، چې پوځ به بیا ورغوي.

هغه وایي، دفاع وزیر جیمز متیس په افغانستان کې له نیمګړتیاوو خبر دی او په دې برخه کې به نوې پالسي تدوین کړي.

د نوموړي په وینا؛ زه باور لرم، چې دفاع وزیر متیس په افغانستان کې پر نیمګړتیاوو خبر دی. ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې، چې پوځ به بیا ورغوي. مونږ به د بریا لپاره یوه تګلاره تدوین کړو، د امریکا پخوانی ولسمشر ناکام شو. زه پوهیږم، چې مونږ په ټکني حالت کې یو؛ خو ولسمشر د پوځ د احیا ژمنه کړې، جنرال متیس په دې په واضح ډول پوهیږي.

نوموړی دغه راز ټینګار کوي، چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې باید ښه والی راشي هغه وایي، دواړه هېوادونه له ګډ دښمن سره مخ دي او باید رښتینې همکاري ولري.

وروستۍ پرېکړه به دا وي، چې  دواړه خواوې سره نږدې شي؛ ځکه هغوی له ګډ دښمن سره مخ دي او مونږ به د دواړو لوریو د اړیکو په ښه والي کې هڅه وکړو.

مخکې له دې جان مک کین او لیندسي ګراهام واشنګتن پست ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې د جنرال جان نیکلسون له وړاندیز، چې نور زرګونه سرتېري یې غوښتي، ملاتړ کړی و او ویلي یې ول، چې د افغانستان په جګړه کې د بندون ماتولو لپاره د دغو سرتېرو استولو ته اړتیا ده.

خبریاله نذیره کریمي

About Ariana News

Check Also

په کابل کې پر معترضانو د ډزو عاملان له پېژندلو وروسته نیول کیږي

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست وایي، په کابل کې پر معترضانو …