په غزني کې طالبانو دوه قومي مشران له عشر و زکاته د سرغړونې په تورنیولي

(Last Updated On: October 12, 2017 2:21 pm)

په غزني کې طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا دوه قومي مشران له عشر و زکات څخه د سرغړونې په تور له کوره ایستلي او له ځان سره یې وړي دي.

د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا رییس بسم الله شریفي وایي، طالبانو له درې ورځو راپدیخوا د دې ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا دوه قومي مشران نیولي دي.

د نوموړي په وینا؛ طالبانو ترې د عشرو زکات غوښتنه کړې وه؛ خو هغو یې له ورکولو سرغړونه وکړه، چې له همدې کبله درې ورځې مخکې پسې کورته راغلي او له ځانو سره یې وړي دي.

هغه زیاته کړې، چې دواړه قومي مشران اوس هم له هغو سره دي.

ښاغلي شریفي دا هم په ډاګه کړې، چې طالبان هر وخت دې ولسوالۍ ته راځي او خلک ځوروي.

امنیتي مسوولینو تر دې دمه دا خبر تائید کړی نه دی.

About Ariana News

Check Also

دفاع وزارت د ۴۳ امنیتي سرتېرو وژل کیدل ومنل

(Last Updated On: October 19, 2017 2:12 pm) د افغانستان دفاع وزارت د پنجشنبې په …