عاجل خبرونه

قطر او امریکا د ترهګرۍ په وړاندې د ګډې جګړې تړون لاسلیک کړ

د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزير قطر ته په خپل سفر کې نه یوازې د دغه هېواد هڅې د ترهګرۍ په وړاندې وستایلې، بلکې له خپل سیال سره یې د ترهګرو په وړاندې د ګډې جګړې تړون هم لاسلیک کړ او قطر یې تر څنګ د ترهگرو د مالي سرچينو د کنگلولو ژمنه هم کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خليجي هېوادونو ته څلور ورځني سفر پیل کړی او ويلي يې دي، چې د خليج ډيپلوماټيک کړکېچ د اواري لپاره به له اړوندو دولتونو سره هم خبرې وکړي.

تيلرسن یوې ګډې خبري ناستې ته څرګنده کړه، چې د قطر او گاونډ خليجي دولتونو تر منځ روان کړکېچ بايد ژر تر ژره د خبرو له لارې اوار شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د متحده ایالتونو يوه موخه دا ده، چې ترهگري د ځمکې له سره ورکه کړي. قطر او امریکا د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره په گډه کار کوي. په دې جگړه کې به پر عملي همکارۍ سربېره قطر د ترهگرو مالي سرچينې کنگل کوي او له امریکا سره به د استخباراتي معلوماتو په شریکولو کې هم مرسته کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزير شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني رسنیو ته په ډاګه کړې، چې له خپل امریکايي سيال سره يې د قطر په  پلازمېنه دوحه کې د ترهگرۍ ضد جگړې تړون لاسليک کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزير ویلي، چې له د امریکا متحده ایالتونو سره د ترهگرۍ ضد جگړې تړون لاسلیکول له خليج ډيپلوماټيک کړکېچ سره اړيکه نه لري.

شیخ محمد عبدالرحمن آل ثاني زیاته کړې؛ قطر نن لومړنی هېواد دی، چې د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره يې له امریکا سره تړون لاسليک کړ او له نورو دولتونو هم غواړو، چې ورته تړون لاسلیک کړي.

سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین او مصر قطر د ترهگرۍ په ملاتړ تورنوي، له همدې امله يې د تېر جون له پيله له قطر سره هر ډول اړيکې پرې کړي او ټولې ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې یې ورسره تړلي دي.

امریکا، برتانيې، جرمني، ترکيې او نورو دولتونو په پرله ‌پسې توگه ټينگار کړی، چې د قطر او مخالفو خليجي دولتونو ستونزه دې د خبرو له لارې اواره شي.

تيلرسن به د ترکيې، کويت او قطر له سفر وروسته نن چهارشنبه د سعودي عربستان په جده کې د سعوي، اماراتو، بحرین او مصر له بهرنیو چارو وزيرانو سره د خليج پر ډيپلوماټيک کړکېچ هم خبرې وکړي.

About Ariana News

Check Also

د فاریاب په کوهستان کې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال طالبانو ته تسلیم شوي

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش مني، چې په کوهستان ولسوالۍ کې د …