عاجل خبرونه

یو شمېر بهرني مخابراتي شرکتونه پر نوري فایبر پانګونه غواړي- سادات

(Last Updated On: August 28, 2017 5:23 pm)

یو شمېر بهرني مخابراتي شرکتونه غواړي؛ په افغانسنتان کې د نوري فایبر په برخه کې د دوه میلیارد دالرو پر ارزښت نوره پانګونه هم وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مرستیال سید احمد شاه سادات وايي؛ د چټک انترنیتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ځیني پروګرامونه تر لاس لاندي دي، چې یو شمېر امریکايي، اروپايي، روسي، قزاقستاني او هندې شرکتو نه، غواړي په افغانستان کې د نوري فایبر او مخابراتي خدمتونو په برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړی زیاتوي؛ په تېرو پېنځلس کلو نو کې د مخابراتو او نوري فایبر په برخه کې شاو خوا د رې میلیارد دالر پانګونه شوې او تر ۲۰۲۰ کال پورې به شاو خوا دوه میلیارد نوره پانګو نه هم تر سره شي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې هڅه کوو د بهرنیو پانګوالو ترڅنګ کورني  پانګوال هم  په دې برخه کې پانګوڼي ته وهڅول شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني یو شمېر غړي وايي، چې  کورني پانګوال هم حاضر دي، چې د مخابراتو په برخه کې پانګونه وکړي.

دسوداګرۍ د خونې غړی اعتبار خان ځدارڼ وایي، مونږه د مخابراتو په برخه کې اوس هم پانګونه کړي؛ خو که د مخابراتو وزارت آسانتیاوي برابرې کړي حاضر یو، چې نوره پانګونه هم په دې برخه کې وکړ. دولت باید کورنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې که حکومت د مخابراتوپه برخه کې د بهرنۍ پانګوني پر جذبولو بریالي شي؛ نو په دې برخه کې به زرګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

نړیوال بانک: روان کال کې به افغانستان 2.6٪ اقتصادي وده ولري

(Last Updated On: November 22, 2017 7:52 pm)د سوداګرۍ خونې د نړیوال بانک  له وروستي …