Connect with us

تازه خبرونه

په وردگو کې چاڼیز عملیات روان دي- حیات الله حیات

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Hayat

ښاغلی حیات الله حیات د وردگو په جلریز ولسوالۍ کې د مخالفینو لخوا د یوولس پو ستو د نیولو خبر رد کړ.

هغه وايي، مخالفینو په اسمائیل خېلو کې پر دوه پوستو برید کړی و او نورو پوستو تکتیکي په شاتگ کړی دی.

د وردگ ولایت والي حیات الله حیات وايي: زمونږ وروستي معلومات ښيي، چې ۴۸ مخالفینو ته مرگ و ژوبله اوښتې.

د نوموړي په وینا؛ د درې قومندانانو په گډون ۳۰ مخالفین وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي.

هغه زیاتوي۱۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي او دوه ټپیان دي.

دی دغه راز ټینگار کوي، چې په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي او کیدی شي د پولیسو په مرگ و وبله کې زیاتولی راشي.

د هغه په وینا؛ اوس درې پوستې له مخالفینو نیول شوي او په سیمه کې نښته روانه ده.

د وردگو د ولایتي شورا ځینې غړي وایی، مخالفینو یوولس پوستې نیولي او د دې ولایت نورې ولسوالۍ هم د سقوط له گواښ سره مخ دي.

کورنیو چارو وزارت وایی، دې ولسوالۍ ته کمکي ځواکونه رسیدلي او ژر به د وسلوالو له شتون پاکه شي.

د پولیسو یو سرتېری، چې په جلریز کې دنده لري، د امنیتي پوستو په بېرته نیونه کې دولت ناکام بولي او ټینگار کوي، چې مرکزي حکومت ورته پوځي تجهیزات او کمکي ځواکونه نه دي لیږلي او سیمه ییز پولیس د جلریز د امنیه قوماندان له خوا بې وسلې شوي دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!