Connect with us

تازه خبرونه

نړیوال سازمان: ډېری ماشومان د خښتو په بټيو کې په ناوړه روغتیايي حالت کې کار کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-11-26-19h13m55s152د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولین وایي چې په ټول هېواد کې یو اعشار یه نهه میلونه د کم عمر ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.
د د غه وزارت چارواکي وایي چې دوی ندي توانېدلي چي د ماشومانو دغه ستونزه په اساسي ډول حل کړي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د کار د نړیوال سازمان د دفتر مسوولین وايي په افغانستان کې ډېرۍ ماشومان د خښتو په بټيو کې په ناوړه روغتیايي حالت او ناوړه چاپیریال کې کار کوي.
دغه ډول ماشومانو ته د کور سرپرستی ور په غاړه ده نو ځکه اړ دي چې درانده کارونه وکړي او پیسې وګټې.
د کار نړیوال سازمان په کابل او ننګرهار ولایت کې د هغو ماشومانو سره خبرې کړي چې د خښتو په بټیو کې کار کوي. د دغه سازمان مسوولین وايي چې د خښتو په بټیو کې کارګر ماشومان له یوې خوا له زده کړو بې برخې دي او له بلې له سختو روغتیايي ستونزو کړیږي.
هروی بغژی د کار د نړیوال سازمان عملیاتی رییس ټینګار کوي او وايي؛ د دغو ماشومانو کورنیو ته باید کاری مهارتونه ورښول شي او اقتصادي مرستې ور سره وشي او د دغې ستونزې د حل کولو لپاره باید حکومتي ادارې په ګډه کار وکړي.
د کار او ټولنیزو چاروزارت مرستیال حسام الدین همراه وايي چې د بېلا بېلو مجبوریتونو له مخې یو اعشاریه نهه میلیونه ماشوم په سختو او درندو کارونو بوخت دي. دغه وزارت مسولین وايي چې د کورنیو د ملاتړ د پروګرام له پیلیدو سره سره دا ستونزه له کابو کیدو وتلې ده.
تر دې مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت داسې یوه مقرره جوړه کړې وه چې له مخې یې د کار خاوندان نه شي کولی ماشومان کارګرو په توګه و ګوماري؛ خو دغې مقررې عملي بڼه نده پیدا کړې.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!