Connect with us

تازه خبرونه

د بهرنيانو له خوا د افغان پاسپورتونو د تر لاسه کولو اندېښنه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-05-01-19h33m15s73

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي چې یو شمېر بهرنیو اتباعو افغاني پاسپورتونه ترلاسه کړي چې له کبله یې یو شمېر هېوادونو افغانانو ته د ویزې ورکول سخت کړي دي.

هند هم د هغو هېوادنو په ډله کې دی چې افغانانو ته یې د وېزې شرایط سخت کړي دي. ښاغلی رباني چې مشرانو مشرانو جرګې را بللی و، هغه وويل چې د افغانانو له خوا د سولې هڅې د کمزوري دریځ په معنی نه دي.

د مشرانو جرګې غړو بیا ویل چې د فعالې دېپلوماسۍ له لارې باید په پاکستان فشارونه زیات کړل شي.

صلاح الدین رباني چې د مشرانو جرګې له خوا غوښتل شوي و، سعودي عربستان ته د افغان کارګرانو د لیږد په برخه کې د هوکړه لیک نشتون او د افغان کارګرانو له خوا له پاکستاني پاسپورټ څخه ګته پورته کول یو له هغو لاملونو څخه دي چې افغان کارګرانو ته د وېزې په ورکولو کې سعودي عربستان ستونزې جوړوې.

هغه ټینګار کوي چې په کمپیوټري پاسپورټونو کې تخنیکې ستونزې د دې لامل شوې چې یو شمېر عربې هېوادونه د بهرنیو چارو وزارت له تایید پرته افغان کارګرانو ته ویزه نه ورکوي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي: “افغان پاسپورتونه له بهرنيانو سره ليدل شوي دي، هند هم له همدې کبله افغانانو ته د وېزې ورکول سخت کړي دي.”

د بهرنیو چارو وزیر له ګاونډیو هېوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې په لړۍ کې رښتينی او صادقانه رول ولوبوي.

صلاح الدین رباني زیاتوی: “د سولې په بهير کې تازه پرمختګ نشته، بايد چې ټول ګاونډيان د سولې په بهير کې صادقانه همکاري وکړي، ځکه چې د افغانستان ثبات د ټولې سيمې په ګټه دی.”

خو یو شمېر سناتوران وایي د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان له لاسوهنو په ځانګړي توګه د دغه هېواد د پوځيانو د پولې سرغړونو څخه په تنګ شوي نو باید نړیواله ټولنه په دغه هېواد فشار راوړې چې په افغانستان کې د ترهګری له ملاتړ لاس په سر شي.

سناتور شیرمحمد اخندزاده وايي: “افغان کډوال چې په هر هېواد کې مېشت دي بايډ چې د هغه هېواد پارلمان ته د پاکستان له لاسوهنې شکايت وکړي.”

سناتور فیصل سمیع وايي: “د طالبانو له شوراوو څخه په پاکستان کې د ننه ملاتړ کېږي آن د هغه ځانمرګي بريد کوونکي فاتحه چې څو ورځې وړاندې يې په لسم رياست بريد وکړ په پاکستان کې واخيستل شوه.”

د کمپیوټري پاسپورټونو وېش په تېرو کلونو کې د افغانستان یو له سترو لاسته راوړنو څخه بلل کېږي د راپورونو پر بنسټ یو شمېر هغه هېوادوال چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي پرته له دې چې په افغانستان کې حضور ولري افغاني پاسپورتونه يې ترلاسه کړي دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!