تازه خبرونه
يوه مور: لور مې له څلورو مياشتو راهيسې ورکه ده
سرپل کې یوه مېرمن وایي چې له څلور میاشتو راهیسې یې لور چې د پوهنتون د څلورم ټولګي محصله وه ورکه شوې ده، خو تر اوسه یې اړوندو ادارو د برخلیک معلومولو له پاره کار نه دی کړی.
د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، د دغې قضیې په تړاو يې دوه شکمنې ښځې نیولې دي خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا اختطاف که له کوره د تېښتې قضیه ده.
کومه مور چې د خپلې لور په فراق کې له څلورو میاشتو راهیسې اوښکې تویوي وایي، هېڅ معلومه نه ده چې لور یې مړه او که ژوندۍ ده. وایي، لور یې د پوهنتون د څلورم کال محصله وه چې په لار کې د یوه معمار له خوا وتښتول شوه. هغه وایي، هرې ادارې ته یې سر ورښکاره کړی، خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.
د تري تم شوې نجلۍ مور وايي: “په سرپل ولايت کې هېڅ اداره نه ده چې زه نه يم ورغلې خو هېچا هم زما ژړا وانه ورېده. خدای خبر چې هغې دوو ښځو کوم لوري ته بوتله.”
د سرپل د ښځو چارو رییسه نسيمه ارزو وایي، د ښځې تر ادعا وروسته پولیسو دوه تنه شکمنې ښځې نیولې دي.
د سرپل د ښځو چارو رییسه نسيمه ارزو زياتوي: “د ورکې شوې نجلۍ مور وايي چې دوو مېرمنو يې په تښتولو کې لاس لاره چې هغه دوه مېرمنې اوس نيول شوې دي.”
د سرپل والي وایي تر اوسه معلومه نه ده چې دا له کوره د تېښتې که د اختطاف قضیه ده، خو د موضوع د تعقیب له پاره جدي اقدامات کوي.
د سرپل والي ظاهر وحدت وايي: “په سرپل کې وضعيت دومره هم خراب نه دی چې په رڼا ورځ دې د ښارله منځه يوه ځوانه نجلۍ چې د پوهنتون محصله ده او په خبره هم ښه پوهېږي وتښتول شي. “
د سرپل د ښځو چارو رییسه وایي، د روان کال له پیل تر اوسه یوسل او اویا دوسیې ثبت شوې چې اتیا یې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی23 hours ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه