تازه خبرونه
نیکولسن: په افغانستان کې به له ستونزو سره مقابله کلونه ونيسي
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان په وينا، په افغانستان کې ډېرې داسې جدي ستونزې شته چې مقابله به يې کلونه ونیسي.
هغه په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان په جګړه کې د وژل شوو افغانانو او امریکايي سرتېرو د درناوي په مراسمو کې ټينګار وکړ چې دی به هم د قربانیانو لارې ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ هم د افغانستان حالات د اندېښنې وړ ګڼلي دي. په همدې حال په امریکا کې د افغانستان سفیر هم د هېواد امنیتي حالات د سختې اندېښنې وړ بللي دي.
په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې د جګړې د قربانیانو د یاد په مراسمو کې د افغانستان سفیر وویل چې که څه هم په هېواد کې یې ډېر پرمختګونه شوي دي، خو لاهم داسې ډېرې ستونزې شته چې افغانان ورڅخه کړېږي.
په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وايي: “مونږ لا تر اوسه له سختو کړاوونو سره مبارزه کوو چې دغه مبارزه به کلونه وخت ونیسي. افغانستان به په یوه با ثباته، سوله يیز او په ځان بسیا هېواد بدل شي.”
په دغو مراسمو کې جنرال نېکولسن چې په افغانستان کې د دیارلس زرو امریکايي او ناټو سرتېرو قومنده په غاړه لري، وايي چې په افغانستان کې ګواښونه لا پر ځای دی او باید په جګړه تمرکز وشي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي سرتېرو قومندان جنرال نېکولسن وايي: “دا زمونږ تر ټولو اوږده جګړه ده. دا ډېره مهمه ده چې په جګړه تمرکز وشي، ځکه چې خطرونه لاهم پر ځای دي.”
په دغو مراسمو کې افغان او امریکايي چارواکو د افغانستان د جګړې د قربانیانو یادونه او درناوی وکړ او ټينګار یې وکړ چې د دوی لارې ته به دوام ورکوي.
په همدې وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاند په خپل وروستي خبري کنفرانس کې ویلي چې په افغانستان کې اوس هم ډېر کارونه پاتې دي او راتلونکي ولسمشر ته په کار ده چې دغو کارونو ته اوږه ورکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنسټ وايي: “د افغانستان حالات زمونږ له پاره د اندېښنې وړ دي. فکر کوم اوباما به په دې تمرکز وکړي چې امریکا په افغانستان کې داسې پرمختګونه کړي چې امریکا یې پرې خوندي کړې، خو لاهم په سیمه او نړۍ کې ډېر داسې کارونه شته چې راتلونکی ولسمشر یې باید ترسره کړي.”
تمه ده چې د امریکا نوی ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جنورۍ په شلمه یعنې دوې ورځې وروسته سپینې ماڼۍ ته ننوځي. تر اوسه معلومه نه ده چې نوی ولسمشر به په افغانستان کې د خپلو زرګونو امریکايي سرتېرو د ماموریت په هکله څه ډول پرېکړه کوي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ20 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ