Connect with us

تازه خبرونه

د وزیر محمد اکبر خان د تېرې شپې په برید کې یو بهرنی او ۴ بریدگر وژل شوي دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

1

تېره شپه څلور ځان وژونکیو بریدوگرو د کابل ښار د وزیر محمد اکبر په ۱۵ سرک کې د بهرنیانو یو میلمستون په نښه کړ.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر نن سهار په یوهتیلیفوني اړیکه کې آریا نا نیوز ته وویل، چې څلور برید گرو هغه مهال پر دغه بهرني میلمستون برید وکړ، چې یوه یي د یو موټړ بم په واسطه د دغه میلمستون دیوال ویجاړ کړ او وروسته دري نورو و غوښتل، چې دغه میلمستون ته دننه شي.

نوموړی وایي، چې په دغه برید کې بهرنیو میلمنو ته زیان ندی اوښتی؛ خو د دغه میلمستون یو بهرنی ساتونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی.

سرچینې زیاته کړه، چې په دې برید کې افغان امنیتي ځواکونو او عامو وگړیو ته زیان ندی اوښتي.

دغه راز تېره ورځ له غرمي مخکيپه کابل کې د بهرنیو وگړیو د سپرلي پر موټر د ځانمرگي برید په ترڅ کې پينځه کسان ووژل شول او څلوېښت نور ټپیان شول.

د کورنیو چار وزارت مسولین وايي، چې په برید کې یو بریتانوي هم وژل شوی دی.

د ملي وحدت حکومت اجرائیوي رییس وایي؛ داسي گام دې نه اوچتیږي، چې د طالبانو د ملاتړ سبب وگرځي او طالب بندیان دې له زندان خوشې شي.

کابل ښاریان وايي، چې حکومت باید وسلوالو طالبانو ته د زاریو سیاست پریږدي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!