تازه خبرونه
اووه نوماند وزیرانو خپلې کاري برنامې ولسي جرګې ته وړاندې کړې
ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د کاري برنامو د وړاندې کولو په لړ کې د یکشنبې په ورځ اووه نوماند وزیرانو خپلې کاري برنامې ولسي جرګې ته وړاندې کړې.
د اقتصاد وزیر پر اوسني اقتصادي وضعیت د نیوکې په ترڅ کې ویلي، چې افغان حکومت باید له وارداتي حالت څخه تولیدي حالت ته بدلون ومومي.
د اقتصاد وزرات ته نوماند وزیر مصطفی مستور د بېوزلۍ د کچې د راټیټولو لپاره درې وړاندیزه وړاندې کړل؛ د داخلي تولیداتو ښه کیدل، د صادراتو کیفیت ته پاملرنه او د اقتصاد وزارت څانګیزه کول.
د ترانسپورت او هوایې چلند وزارت ته نوماند حمید طهماسي د ترافیکو د ګڼه ګوڼې د مخنیوي لپاره ژمنه وکړه، چې په کابل ښار کې به د ترافیکو د ګڼه ګوڼې کچه راټیټوي او د بسونو عملي خدماتو وړاندې کول به هم پلي کړي.
د قومونو قبایلو او سرحدونو وزارت ته نوماند وزیر ګل اغای شېرزي د هېوادوالو ترمنځ یووالي، له فساد سره مبارزه او د قانون حکمیت د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې راوستل.
د ولسي جرګې یو شمېر غړيو بیا د لوړو زدکړو وزارت لپاره د نجیب الله عمري د کاندید کیدو پرځاي د یو بل کس د پېژندلو غوښتنه کوي.
د ولسي جرګې غړی زمرک پادخاني ویلي، چې لوړو زدکړو وزارت ته نوماند وزیرد کانادا تابعیت لري. هیله من یم ، چې له نوملړ لیرې شي.
نوموړي له ولسمشره وغوښتل، چې د دوه ګوني تابعیت لرونکي نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي نکړي.
د کار او ټولنیزو چارو، کرنې او مالدارۍ، فوایید عامي او کانونو او پطرولیم نوماند وزیرانو هم خپلې کارې برنامې ولسي جرګې ته وړاندې کړې او ژمنه یې کړې که د باور رایې ترلاسه کړي؛ په اړوند وزارتونو کې به ګټورکارونه وکړي.
تېره ورځ هم ولسي جرګې ته د دفاع، کورنیو چارو، کانونو، کار او ټولنیزو چارو د نوماند وزیرانو په ګډون ۵ نوماندان ورپېژندل شوي دي.
ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ نوماند وزیرانو ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره صندقونه کیښودل شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ