تازه خبرونه
بلک هاک چورلکې د روسي چورلکو په پرتله کمزورې دي- امریکا
د امریکا دفاع وزارت ویلي؛ په امریکا کې جوړې شوې بلک هاک چورلکې، چې د افغانستان حکومت ته ورکړ شوي؛ په ځینو چارو کې د روسي چورلکو په پرتله کمزورې دي.
د پنتاگون د ځانگړي مفتیش په تازه درې میاشتني راپور کې راغلي؛ بلک هاک چورلکې څو ستونزې لري، چې تر اوسه یې په اړه څه ندي ویل شوي.
بلک هاک، چې په تور کارغه شهرت لري؛ د لومړي ځل لپاره اته میاشتې مخکې افغان لوري ته سپارل شوې دي.
د امریکا د دفاع وزارت سرمفتیش گلن فن، ویلي دي، چې: بلک هاک چورلکې د باروړلو ځواک نلري او دغه راز د Mi-17 روسي چورلکو په پرتله د یو څه سترې کارگو د لیږدولو ځای هم په کې نشته.
ښاغلي ګلن فن زیاته کړې، چې بلک هاک چورلکې لکه Mi- 17 چورلکې د لوړې ارتفاع ځواک نلري ؛ نو، ځکه دا چورلکې نشي کولی، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې لکه Mi- 17 چورلکې عمل وکړي.
پوځي کارپوه اسدالله ندیم وایي: بلک هاک چورلکې له لس ډېرې بڼې لري. هغه چورلکې، چې د شپې لخوا په بریدونو کې ځانګړی ځواک لري؛ د افغانستان په واک کې ندي ورکړ شوي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، بلک هاک چورلکې د روسي چورلکو په پرتله د ځانګړي مانور ځواک لري.
د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي: د امریکایي بلک هاک چورلکو سرعت او ترانسپورتي ځواک ښه او ګټور دی.
د پنتاگون یو ویاند ویلي، چې بلک هاک چورلکې د Mi-17چورلکو ٩٠ سلنه کارونه کولی شي. امریکایي وکیلان د شپږ کلونو راپدیخوا د امریکا د متحده ایالاتو پر حکومت فشار راوړی، چې په افغانستان کې د روسي Mi-17 چورلکو ځای بلک هاک چورلکې ونیسي، غوره دلیل یې په بهر کې د مسکو لاسوهنې گڼل شوې دی.
د افغانستان ځواکونه د ١٩٨٠ کال راپدیخوا Mi-17 روسي چورلکې کاروي او اوس یې ځای امریکایي چورلکې ډک کړی دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ