تازه خبرونه
تېره اوونۍ په افغانستان کې نږدې۵۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
تېره اوونۍ په افغانستان کې د داعش او طالبانو په بریدونو کې۱۹۳ ملکیان او پوځیان ووژل شول او شاوخوا درې سوه نور ټپیان دي.
افغانستان تېره اوونۍ د خونړیو پېښو لیدونکی و؛ په څلور ورځو کې د طالبانو او داعشیانو په ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو کې، چې په کابل، پکتیا، غزني او کندهار ولایتونو کې تر سره شول؛ ۱۹۳ تنه ووژل شول او ۲۹۰ نور ټپیان شول.
په افغانستان کې دغه تلفات کم ساري وه. وروستۍ پېښه تېره شپه د امام زمان په جومات کې ځانمرګی برید دی، چې په کې۵۶ کسه ووژل شول او ۵۵ نور ټپیان دي.
قربانیان ټول ملکیان ول او داعش یې مسوولیت منلی دی.
د کابل له حملې سره جوخت د غور ولایت دولینه ولسوالۍ کې هم پر لمونځ کوونکیو ځانمرګی برید شوی دی، چې په کې شل تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د سیمه ییزو پولیسو قومندان په دې پېښه کې وژل شوی دی. هیڅ ډلې یې مسوولیت منلی نه دی.
د پنجشنبې پر ورځ هم د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز ځانمرګی برید وشو؛ ۴۳ پوځیان ووژل شول نهه ټپیان دي او ۶ نور ورک شوي. برید د طالبانو کار و.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د پکتیا پر امنیه قومندانۍ هم برید وشو، چې د امنیه قومندان په ګډون ۲۱ سرتېري وژل شوي، ۴۸ سرتېري ټپیان دي. په دې برید کې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۰ نور ټيان دي.
د اوونۍ پر همدې ورځ د غزني ولایت پر اندړ ولسوالۍ برید شوي، چې په کې ۲۸ سرتېري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
دغه راز په دې پېښه کې ۵ ولسي وګړي شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
په وروستیو ځانمرګو بریدونو کې له حکومته نیول شوي هاموې او رنجر موتر کارول شوي دي.
دفاع وزارت د ټولو دغو بریدونو تر شاه د پاکستان د استخباراتو لاس بر ګڼي اغو وایي ، چې دا بریدونه هلته پلان شوي وه.
دا په داسې حال کې ده، چې نن شنبه مازیګر مهال د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون په دروازه کې هغه موتر تر ځانمرګي برید لاندې راغی، چې د وتلو په حال کې و. په دې برید کې د چارواکو په وینا ۱۵ کسان وژل شوي او څلور نو ټپیتان دي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ