Connect with us

تازه خبرونه

د کلیو او پراختیا وزارت له رغنیزو شرکتونو سره شپږ پروژې لاسلیک کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له یو شمیر رغنیزو شرکتونو سره د کلیو د لارو د رغولو او بیا رغونې تړونونه لاسلیک کړل.

د لارو د جوړونې دغه شپږ پروژې به په بیلا بیلو ولایتونو کې عملي شي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت نن په کابل کې د کلیو د لارو جوړلو او بیا رغولو د شپږو پروژو تړونونه لاسلیک کړل. دغه پروژې به هرات، پروان، کاپیسا او  فاریاب ولایتونو کې بشپړیږي چې ټول لګښت یې څه کم شپږ نیم سوه میلیونه افغانۍ کیږي.

د دغو پروژو یوه برخه مالي ملاتړ نړیوال بانک په غاړه اخیستي.

مجیب الرحمان کریمی، د کلیو پراختیا وزارت سرپرست وایي. «له ټولو هغه شرکتونو چې دغه قرارد دادونه ترلاسه کوي هیله کوم چې کارو نه یی په معیاري ډول سره تر سره کړي او زموږ د نظارت لړي هم جدي شوې ده»

د ولسي جرګې یو شمیرغړي هم د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو هرکلی کوي او رغنیزو شرکتونو غواړي چې پروژې په مناسب کیفیت عملي کړي.

نظیر احمد حنفي، دولسي جرګې غړي و وېل: «دا پروژې باید په پوره دقت سره تر سره شي تر څو په دوام داره تو ګه عام خلک ورڅخه ګټه  واخلي؛ ځکه د یوې پروژې لپاره پیسې تر لاسه کول ستره ستونزه دی»

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مسو لین وايي د دغو پروژو عملي کیدو سره به زرګونو کسانو ته لنډ مهالي کارونه پیدا شي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سږ کال پرمختیايي بودجه  ۲۷۴ میلیونه ډالره وه چې د مسولینو په وینا شپږ شپیته په سلو کې یې لګولې ده.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!