تازه خبرونه
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې نوي ولسوالۍ ناامنه دي
د آریانا نیور موندنې ښيي، چې وسلوال طالبان په دولس ولسوالیو ولکه لري او د ختیځو ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش فعالیت هم روان دی.
له کلونو راهیسې افغانستان ته پسرلی له تاوتریخوالي او جګړو سره مل راځي. وسلوال مخالفین د پسرلي په رارسیدو خپلو بریدونو ته زور ورکوي او جګړې پرخوالی مومي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، چې د دښمن د ځپلو او د هغوی د بریدونو د مخنیوي لپاره په اته ولایتونو کې عملیات پیل شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ له دې عملیاتو مو موخه داده، چې د وسلوالو مخالفینو د رهبرۍ سیمې، د تګ راتګ لارې، د پوځي ښوونې او روزنې مرکزونه او هغه سیمې، چې مخالفینو ته مالي امکانات برابروي؛ له منځه یووړل شي.
هغه زیاتوي، چې همدا اوس د جګړې تمرکز په کندز، هلمند، فراه، سرپل، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې دی.
هغه ټینګار کوي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې به له وسلوالو طالبانو څخه ټولې نیول شوې ولسوالۍ بېرته ونیسي.
د هلمند ولایت په ناوه، مارجه، نادعلي او ګرشک کې دولت د مرکزونو واک لري او په خانشین، باغران دیشو، نوزاد، سنګین او ګرمسیر کې هم نا امني ده او جګړې په کې روانې دي.
د زابل له لس ولسوالیو څلور ناامنه دي او خاک افغان له پېنځلس کلونو راهیسې له وسلوالو طالبانو سره دی.
د فراه ولایت گلستان ، بکوا و خاک سفید ولسوالۍ له مرکزونو پرته د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي او بالابلوک او پشت رود له لوړ ګواښ سره مخ دي.
د سرپل ولایت د صیاد او کوهستاناتو ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسلوالو طالبانو په واک کې دي او د مرکز په ګډون په اته ولسوالیو کې ناامني ده.
د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند ځينې سیمې او دهنه غوري، برکه، مرکزي بغلان، اندراب، پل حصار، ده صلاح او دوشي ولسوالۍ ناامنه دي او یو شمېر یې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس کیږي.
په کندوز کې، چې اووه ولسوالۍ لري، د مرکز په ګډون په امام صاحب، چهاردره دشت ارچي، علي آباد او قلعه ذال کې جګړې روانې دي.
د ننګرهار له دوه ویشت ولسوالیو څخه له شپاړس ډېرې ناامنه دي او په یوولس ولسوالیو کې دولت یوازې په مرکزونو کې واک لري. اچین، رودات، بټيکوټ، شېرزاد، پچیرآ ګام ، غني خېل، کوټ، حصارک، هسکه مېنه، چپرهار، ګوشته، خوږیاڼي، لعلپوره، مومند دره، نازیان او شپین غر هغه ولسوالۍ دي، چې دولت یې یوازې مرکزونه ساتي.
د لغمان له پېنځه ولسوالیو څخه په دولت شاه، علیشنګ او علینګار کې دولتي ځواکونه مرکزونه ساتي.
جوزجان، چې لس ولسوالۍ لري یوازې په دوه ولسوالیو؛ درزاب او قوش تپه کې ناامنۍ زیاتې دي.
د بدخشان بهارک، راغستان تګاب، وردج او یمګان ولسوالۍ ناامنه او د جګړو شاهدې دي.
په فاریاب کې المار، قیصار، پښتون کوټ خواجه سبز پوش شیرین تګاب، او دولت آباد کې وسلوال طالبان فعال دي او جګړې په کې روانې دي.
د پلازمېنې په ګاونډ وردګو او لوګر کې هم وسلوال مخالفین فعال او ګواښونه یې متوجه کړي دي.
خوست، نورستان، کنړ، کاپیسا، پروان، غور، هرات، غزني، ارزګان، سمنګان، پکتیا، پکتیکا ولایتونه هم ناامن دي او وسلوال په کې فعال دي.
ان کابل هم د وسلوالو له بریدونو خوندي نه دی.
د کندهار له ۱۶ ولسوالیو ۹ ناامنه دي( غورک ، خاک ریز، شاولی کوت، میانشین ، میوند، شورابک ، ارغستان ، ریگستان و ماروف)
کارپوهانو ويلي، چې راروان کال به له ستونزو ډک وي او په حکومت کې ډلبندۍ او د پروګرام نشتوالی به د ناکراریو له دوام سره مرسته وکړي.
پوځي مارپوه عتیق الله امرخېل وایي، په دوه سره حکومت کې نه اراده شته او نه پلرېکړه کولی شي. د ناامنیو ستر لامل دولت دی او بیا بهرني لاسونه؛ ځکه په ژمي کې مکو ولسوالۍ له لاسه ورکړي او له سخت پسرلي سره به مخ شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په زیاترو سیمو کې جګړې روانې دي او د هوا په تودیدو سره به جګړې له دې هم شدت ومومي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ