Connect with us

تازه خبرونه

د ولسي جرګې د رییس د ګوښه کولو هڅې روانې دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ولسي جرګې غړي د رییس ګوښه کولو هڅې روانې ساتلي او دې موخې ته د رسیدو لپاره لاسلیکونه کوي.

د ولسي جرګې پر رییس د اختلاس تورونو د سندونو له خپراوي وروسته د ولسي جرګې غړیو په دې اړه توند غبرګونونه ښکاره کړل.

په ولسي جرګه کې د کابل  استازی رمضان بشردوست دغه کار ملي خیانت بولي او وایي، لویه څارنوالۍ دې دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي او پایله یې باید خلکو ته روښانه شي.

نوموړی د رییس د ګوښه کولو لپاره لاسلیکونه ټولوي او له نورو وکیلانو هم غواړي، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

په ولسي جرګه کې د فراه استازی  سرور عثماني د پارلمان په تاریخ کې یوه توره پېښه بولي او وایي، د جرګې د رییس اختلاص د پارلمان پر تاریخ د یو تور داغ لګیدل دي؛ نوموړی د دې جرګې د ریاست ارزښت نلري او باید څارنوالي دغه موضوع جدي وګڼي.        

په ولسي جرګه کې د کندهار استازی عبدالرحیم ایوبي وایي، دا د شرم ځای دی، چې د ولسي جرګې او دارالانشا رییسانو ځانونه ندي وژلي. په داسې حال کې، چې میلیونونه دالر اختلاص شوي دي او زه به د دوی په وړاندې بېلابېل مدني حرکتونه تر سره کړم.           

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون ټینګار کوي؛ لس سلنه فساد په دارالانشا کې دی او نوي سلنه نور پټ دی. ما د احتلاس سندونه لویې څارنوالۍ ته لیږلي، چې د فساد او اختلاص دغه موضوع وڅېړي ؛ خو تر اوسه نه دي افشا شوي.

تر دې دمه د ولسي جرګې او د دارالانشا رییسانو د دغه تور په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د ولسي جرګې غړي پر فساد د ولسي جرګې د رییس تورنېدل ناورین جوړونکی بولي او وایي، چې دغه ډول موارد به د دې سب شي، چې ملت د خلکو په وړاندې باور له لاسه ورکړي.

خبریال: رفیع صدیقي

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!