عاجل خبرونه

د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوال ووژل شو

(Last Updated On: June 19, 2017 12:54 pm)

د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوال نن سهار د ناڅرګندو وسلوالو په یو ناڅاپي برید کې وژلی دی.

د نیمروز والي ویاند احمد عرب رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د چخانسور ولسوال آغا محمد فضلي نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې (د غبرګولي ۲۹) په زرنج ولسوالۍ کې ناڅرګندو موترسایکل سپرو وژلی دی.

په پېښه کې نورو کسانو ته د مرګ و ژوبلې اوښتو په اړه راپور نه دی ورکړشوی.

طالبانو د پېښي پړه پر غاړه اخیستي او څرګنده شوي، چې نوموړی د اړوند سیمې په کاکړانو چوک کې طالبانو ویشتی دی.

About Ariana News

Check Also

درندو وسلو ته نه لاسرسی د سیمو د سقوط علت ګڼل کیږي

(Last Updated On: August 17, 2017 6:41 pm) په غزني ولایت کې چارواکي وایي، که …