تازه خبرونه
د کابل خونړی برید د ترهګرو اصلي څېره بربڼدوي
د امریکا ولسمشر وایي، د کابل خونړی برید د ترهګرو اصلي څېره بربڼدوي، چې د ټولو متمدنو خلکو دښمنان دي.
د کابل د وروستي برید د قربانیانو لپاره د درناوي په موخه په پاریس کې د ایفل څلې څراغونه مړه شول. د امریکا ولسمشر له خپل افغان سیال سره په تیلیفوني خبرو کې دغه برید د ترهګرو د وحشت ښودونکې بللې دی.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وایي، دغه برید، چې د روژې په مبارکه میاشت کې وشو؛ د ترهګرو پر وحشیانه فطرت، چې د ټولو متمدنو خلکو دښمنان دي ټینګار کوي. د امریکا سفارت له افغان همکارانو او ائتلافي همکارانو سره د دې جنایت کارانه پېښې مسوولین تعقیبوي او په دې اړه کار کوي.
بلخوا ملګرو ملتونو د کابل له برید وروسته د ملکیانو د ساتنې په اړتیا ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي ویاند استیفن دوجاریک د دې برید په تړاو خپله کرکه وښوده او د ترهګرۍ په وړاندې یې د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی. د ملکیانو په وړاندې ړانده بریدونه له بشري حقونو او نورو نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه ده او هیڅکله ورته پلمه نه شي جوړیدلی. څوک، چې د دغه برید مسوول دي، باید عدالت ته راکښل شي.
اروپایي ټولنه وايي، دا ټولنه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره ولاړه ده.
د اروپایی ټولنې د بهرنیو اړیکو د چارو عالي استازي ویلي، چې سوله شونې ده او د ټولنې غړي هېوادونه به دې موخې ته د رسیدو لپاره له هر ګام ملاتړ وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زاخاروا له برید وروسته له افغان چاوراکو غوښتي، چې د پلازمېنې کابل او نورو کلیدي سیمو امنیت په لازم ډول ونیسي.
د نوموړي په وینا؛ مونږ دغه حمله غندو او هیله لرو، چې توطیه کوونکي او عاملان یې پر سزا ورسول شي. مونږ له افغان چارواکو غواړو، چې د پلازمېنې کابل او نورو سیمو امنیت ته لازم تدبیرونه ونیسي.
دې چاودنې د ترکیې او فرانسې سفارتونو ته هم زیان اړولی؛ خو د دې سفارتونو کارکوونکیو ته زیان په کې نه دی رسیدلی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د دې حملې په اړه معلومات برابر کړي، چې د فرانسې سفارت ته یې ډېر مالي تاوان رسولی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، مونږ د سفارت له ودانۍ څخه د ځینو کارکوونکیو د ویستو په اړه فکر کوو؛ ځکه دغه ودانۍ ترمیم ته اړتیا لري.
سویلي کوریا او د قزاقستان ولسمشر هم دغه برید غندلې او له افغانستان سره یې همکاریو ته تیاری ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ځینو بهرنیو کارپوهانو له دې برید وروسته ویلي، چې په افغانستان کې سوله د تاوتریخوالي د پای ته رسولو یواځنی لار ده؛ خو په دې برخه کې پر پاکستان اتکا کارنده نه ده.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ